اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ او د وزيراعظم ميډيا کوآرډينيټر بدر شهباز وړائچ د جمعې په ورځ د پيپلز پارټي سينئر لارښود قمر زمان کائره پوښتنې لپاره د ھغه استوګنې ته لاړل ٬ په دې موقع وفاقي وزير د وزيراعظم شهباز شريف لخوا قمر زمان کائره لپاره د نېكو هيلو پېغام رسولو سره د هغه خېريت هم معلوم كړو٬ دواړو …
د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ او بدر شهباز وړائچ د قمر زمان کائره استوګنې ته تګ٬ تپوس پوښتنه٬ د وزيراعظم لخوا د نېكو هيلو پېغام او خېريت يې معلوم كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ او د وزيراعظم ميډيا کوآرډينيټر بدر شهباز وړائچ د جمعې په ورځ د پيپلز پارټي سينئر لارښود قمر زمان کائره پوښتنې لپاره د ھغه استوګنې ته لاړل ٬ په دې موقع وفاقي وزير د وزيراعظم شهباز شريف لخوا قمر زمان کائره لپاره د نېكو هيلو پېغام رسولو سره د هغه خېريت هم معلوم كړو٬ دواړو مشرانو د قمر زمان کائره زر او كاملې روغتيا لپاره دعا وكړه۔ وفاقي وزير عطاء تارړ په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل قمر زمان کائره د هېواد يو مخلص سياستمدار او د جمهوري اقدارو علمبردار دے او زما لپاره قابل احترام دے٬ زمونږ كورنۍ پخوانۍ اړيكې لري۔ بدر شهباز وړائچ ووئيل قمر زمان کائره عمر له د پاكستان په سياست كښې په زړه پورې كردار لوبولے ٬ د دوي صحت لپاره ټول قام لاس په دعا دے۔ د يادونې وړ ده د قمر زمان کائره په دې وروستيو كښې د زړه اپرېشن نه وروستو د روغتون نه كور ته منتقل شوے دے۔











