اسلام آباد 25 جولائی(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په مشرۍ كښې د حضرت بري امام سركار(رح)كلن عرس مبارك انتظامات په اړه د ذيلي كميټۍ غونډه شوې۔په غونډه كښې ضلعي انتظتاميې٬قانون نافذ كوونكو ادارو او د اړوندو محكمو استازو ګډون وكړو ۔د اسلام آباد ډپټي كمشنر عرفان ميمن د غونډې په مهال وفاقي وزير ته د عرس په موقع د امنيت٬ټرافيك كنټرول٬پاركنګ٬صفائۍ٬اوبو وركولو٬رڼا او نورو انتظاماتو …
د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په مشرۍ كښې د حضرت بري امام سركار(رح)كلن عرس مبارك انتظامات په اړه د ذيلي كميټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 25 جولائی(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په مشرۍ كښې د حضرت بري امام سركار(رح)كلن عرس مبارك انتظامات په اړه د ذيلي كميټۍ غونډه شوې۔په غونډه كښې ضلعي انتظتاميې٬قانون نافذ كوونكو ادارو او د اړوندو محكمو استازو ګډون وكړو ۔د اسلام آباد ډپټي كمشنر عرفان ميمن د غونډې په مهال وفاقي وزير ته د عرس په موقع د امنيت٬ټرافيك كنټرول٬پاركنګ٬صفائۍ٬اوبو وركولو٬رڼا او نورو انتظاماتو كولو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د زائرين آسانيو او خذمات ته دې وړومبې پام لرنه وكړې شي او دا خبره دې باوري كړې شي چې ټول انتظامات په وخت او مكمل وي۔محمد حنيف عباسي غونډې ته خطاب كښې ووئيل د حضرت بري امام(ر)عرس به عقيدت او احترام سره لمانځلې شي او سږ كال به د هغه روحاني اجتماع په ښه ډول٬منظم او پرامن انداز كولې شي۔ده ووئيل ټولې اړوندې ادارې دې خپل مينځ كښې په مشاورت كار وكړي دغسې چې زائرين ته هر ممكن آسانۍ وركړې شي او روحاني ماحول په ځاے وساتلے شي۔محمد حنيف عباسي ټولو افسرانو ته هدايت وكړو چې هغوي خپلې ذمه وارۍ په ايماندارۍ سره ترسره كړي او د عرس په موقع به كومه هم بيغوري برداشت نه كړي شي۔











