اسلام آباد 25 جولائی(اے پی پی)د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د ملګرو ملتونو د خوراك او كركيلې(ايف اے او)ادارې اعلٰی كچ پلاوي سره ملاقات كښې د پاكستان زرعي او لائيو سټاك څانګې په اړه د روانې همكارۍ جاج واخست او په سباؤن كښې د مرستې لا موقعو په لټولو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔د ايف اے او پلاوي مشري اسسټنټ ډائرېكټر جنرل او …
د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د ملګرو ملتونو د خوراك او كركيلې ادارې پلاوي ملاقات ٬ د پاكستان زرعي او لائيو سټاك څانګې په اړه د روانې همكارۍ جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 25 جولائی(اے پی پی)د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين د ملګرو ملتونو د خوراك او كركيلې(ايف اے او)ادارې اعلٰی كچ پلاوي سره ملاقات كښې د پاكستان زرعي او لائيو سټاك څانګې په اړه د روانې همكارۍ جاج واخست او په سباؤن كښې د مرستې لا موقعو په لټولو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔د ايف اے او پلاوي مشري اسسټنټ ډائرېكټر جنرل او اینیمل پروډکشن اینډ هیلتھ ډویژن تھاناوت تیئنسن (Thanawat Tiensin) وكړه ۔په دې موقع په پاكستان كښې د ايف اے او استازې فلورنس رول هم موجود وه كومه چې په پاكستان كښې خپله څلور كلنه تعيناتي بشپړوي۔ملاقات كښې د پاكستان او ايف اے او په پخوانو اړيكو هم خبرې وشوې د كومو پېل چې په كال 1947 كښې شوے و او نن دا شراكتداري د هېواد په 94 ضلعو كښې په روانو بېلو پروژو محيط ده ۔وفاقي وزير د ايف اے او د خذمات٬ په خاص توګه د زرعي څانګې په نړيوالو ښو طريقو٬ په تكنيكي معاونت او پالېسۍ سازۍ كښې د مرستې ستائنه وكړه ۔ده د ايف اے او نوي نړيوال ورك پلان هركلے وكړو كوم چې د 194 هېوادونو په مشاورت جوړ كړے شوے او په دې عملدرآمد له پاكستان د شموليت خوښي څرګنده كړې ۔ده د غېر ملكي سرمايه كارۍ متحرك كولو كښې د ايف اے او مرسته وستائېله ۔تهاناوت تیئنسن د پاكستان لائيو سټاك سيكټر صلاحيت رامخې ته كړو۔ده ووئيل پاكستان دا اتهارټي د مصر كامياب اداره جاتي ماډل په طرز روانول غواړي۔ د مصر اين اے ايف ايس اے د خوراك تحفظ لپاره يو موثر ماډل تسليم كړے شوے د كوم څخه چې پاكستان د زده كولو خوښي لري۔په دې لړ كښې به د پاكستان يو تكنيكي پلاوې د مصر دوره كوي دغسې چې د خپلو كړو ښو پالېسو او اداره جاتي ډهانچو مطالعه وكړي۔د ملاقات په اختتام وفاقي وزير رانا تنوير حسين د ايف اے او سره د پاكستان شراكتداري لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو ۔ده ووئيل پائيدار زراعت٬ د لائيو سټاك پرمختګ او د خوراك تحفظ ته پاكستان حكومت وړومبو بام لرنو كښې شامل دي او په دې لړ كښې به شريكې مرستې ته لا وده وركولې شي۔











