اسلام آباد 25 جولائی(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي په ايوان صدر كښې ملاقات كړے ٬ چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو ودې٬تجارت٬معيشت او كلتور په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي هم موجود ؤ ۔په ملاقات كښې د …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي ملاقات٬ د دوه اړخيزه اړيكو ودې٬تجارت٬معيشت او كلتور په اره د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 25 جولائی(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري سره د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي په ايوان صدر كښې ملاقات كړے ٬ چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو ودې٬تجارت٬معيشت او كلتور په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي هم موجود ؤ ۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو ودې٬تجارت٬معيشت او كلتور په اره د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د پاكستان او سعودي عرب اړيكې په شريكه عقيده او شريك باور اډانه دي۔صدر مملكت ووئيل سعودي سرمايه كارو له پاكستان كښې د سرمايه كار دوست ماحول څخه ګټه پورته كول پكار ده ۔صدر مملكت ووئيل پاكستان او سعودي عرب په نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔آصف علي زرداري ووئيل په سختو حالاتو كښې سعودي عرب د معاونت مننه كوو۔صدر مملكت خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاه محمد بن سلمان لپاره د نيكو هيلو پیغام هم وركړو۔











