وقار النسواں لپاره د قامي کميشن په اسلام آباد ميډيکو ليګل ريګوليشن ايکټ 2025 مشاورتي غونډه

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د وقار النسواں د قامي کميشن چيئرپرسن ام ليليٰ اظهر په مشرۍ كښې په اسلام آباد د کيپيټل ټيريټري ميډيکو ليګل ريګوليشن ايکټ 2025 مسودې وړومبۍ قامي مشاورتي غونډه وشوه ٬ دا مجوزه قانون په اسلام آباد كښې د ميډيکو ليګل خدمات منظم كولو او په حقونو اډانه د فرانزك نظام موثره كولو لپاره جوړ كړے شوے۔ كمېشن د مېرمنو حقونو په اړه …

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د وقار النسواں د قامي کميشن چيئرپرسن ام ليليٰ اظهر په مشرۍ كښې په اسلام آباد د کيپيټل ټيريټري ميډيکو ليګل ريګوليشن ايکټ 2025 مسودې وړومبۍ قامي مشاورتي غونډه وشوه ٬ دا مجوزه قانون په اسلام آباد كښې د ميډيکو ليګل خدمات منظم كولو او په حقونو اډانه د فرانزك نظام موثره كولو لپاره جوړ كړے شوے۔ كمېشن د مېرمنو حقونو په اړه د قوانين جاج اخستو سره د خپل آئيني مينډيټ له مخې آئي سي ټي لپاره يو معياري، په حقونو اډانه د صنفي حساس فريم ورك په تجويز كولو كښې قائدانه كردار لوبوي۔ د غونډې په مهال جسټس محسن اختر کياني په “پاکستان كښې ميډيکو ليګل قانون” په دې مهمه موضوع رڼا واچوله٬ دا اصلاح د يوې مودې راهېسې اړينه وه ٬ په دې مشاورتي غونډه كښې د بشري حقونو وزارت٬ د قانون وزارت٬ د قامي صحت وزارت٬ د آئي سي ټي ايډمنسټريشن، پمز، پولي کلينك، ليګل ايډ سوسائټي، اېل جے سي پي او د ګرد هېواد نوموړو فرانزك او صنفي پوهانو ګډون وكړو۔

مزید خبریں