پېنډۍ 25 جولائي (اے پي پي) د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټۍ چیئرمین جنرل ساحر شمشاد مرزا سره د جمهوريه تاجكستان چیف آف جنرل سټاف او فرسټ ډپټی وزیر دفاع میجر جنرل سیدزودا بوبوجان عبدالقادر په جوائنټ سټاف هېډكوارټرز پېنډۍ كښې ليدلي دي ۔ د آئي اېس پي آر له مخئ د ملاقات په مهال د منطقې په بدلېدونكې امنيتي وضعه په شريك ستراتېژك مفادات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو …
د جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمين جنرل ساحر شمشاد مرزا سره د تاجكستان چيف آف جنرل سټاف او فرسټ ډپټي وزير دفاع ميجر جنرل سيدزودا بوبوجان عبدالقادر وليدل

مزید خبریں
پېنډۍ 25 جولائي (اے پي پي) د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټۍ چیئرمین جنرل ساحر شمشاد مرزا سره د جمهوريه تاجكستان چیف آف جنرل سټاف او فرسټ ډپټی وزیر دفاع میجر جنرل سیدزودا بوبوجان عبدالقادر په جوائنټ سټاف هېډكوارټرز پېنډۍ كښې ليدلي دي ۔ د آئي اېس پي آر له مخئ د ملاقات په مهال د منطقې په بدلېدونكې امنيتي وضعه په شريك ستراتېژك مفادات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو عسكري مشرانو د پاكستان او تاجكستان ترمېنځه په ژورې ورورولۍ زور راوړولو سره دوه اړخيزه دفاعي مرستې ته د لا ودې وركولو په امكانات خبرې وكړې۔ مېجر جنرل سيدزودا بوبوجان عبدالقادر د پاکستان د وسله والو ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه كولو سره د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پوځ قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د دې نه وړاندې جوائنټ سټاف هيډکوارټرز ته په راتګ ګران مېلمه ته د دريو واړو وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړٶ۔











