شاماخی۔25جولائی (اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د آذربائیجان په شاماخي ښار كښې د پلاويو د مشرانو كچې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي وكړه۔ دا غونډه په مهمو ماحولياتي چارو د نړيوال مشرتابه يو ځائے كولو لپاره وكړې شوه۔ د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د جاري شوي يو پرېس ريليز له مخې غونډې ته په خپل خطاب كښې ډاكټر مصدق ملك د …
وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك آذربائیجان كښې د پلاويو د مشرانو كچې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي وكړه

مزید خبریں
شاماخی۔25جولائی (اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د آذربائیجان په شاماخي ښار كښې د پلاويو د مشرانو كچې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي وكړه۔ دا غونډه په مهمو ماحولياتي چارو د نړيوال مشرتابه يو ځائے كولو لپاره وكړې شوه۔ د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د جاري شوي يو پرېس ريليز له مخې غونډې ته په خپل خطاب كښې ډاكټر مصدق ملك د موسمیاتی انصاف، مساوات او نړيوال قطب او سوئيل ترمينځه د مضبوطې همكارۍ په حاجت زور راوړو۔ ده د پاكستان ماحولياتي كمزوري په ډاګه كولو سره پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره موسمیاتی مالیاتي مرسته ٬ په موافقت كښې مرسته او د عصري ټېكنالوجۍ منتقلي ضروري وګرځوله۔ ده پرمختګ كړو هېوادونو څخه غوښتنه وكړه چی هغوي د پیرس لوظنامې له مخې د كړو خپلو وعدو خيال اوساتي او موسمياتي ماليات ته لاس رسنه آسانه كړي۔ ده د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان د يو تلپاتي او ماحولياتي تحفظ سره د مضبوط سباؤن جوړولو عزم لري او د نړيوالې ماحولياتي پالېسۍ په تشكيلولو كښې به فعال كردار ترسره كوي











