اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام لاندې جوړ كړے شوي د پاكستان اولني ملي ډیجېټل یوتھ پلېټ فارم ’’ډیجیټل یوتھ هب ‘‘(ډی وائی اېچ)5 لکه څخه د زياتو رجسټرډ يوزرز يو لويې پړاؤ ترسره كړے كوم چې د ځوانانو په ډيجيټل مېدان كښې په خپلو پښو ادرولو له يو مهم پېشرفت دے۔ ډیجیټل یوتھ هب د يو’’ون-سټاپ پلېټ فارم‘‘ په توګه كار كوي كوم چې ځوانانو لپاره د …
د وزيراعظم يوتھ پروګرام لاندې د هيواد اولني قامي ډيجيټل يوتھ پليټ فارم “ډيجيټل يوتھ هب” 5 لكه څخه د زياتو رجسټرډ يوزر پړاؤ ترسره كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام لاندې جوړ كړے شوي د پاكستان اولني ملي ډیجېټل یوتھ پلېټ فارم ’’ډیجیټل یوتھ هب ‘‘(ډی وائی اېچ)5 لکه څخه د زياتو رجسټرډ يوزرز يو لويې پړاؤ ترسره كړے كوم چې د ځوانانو په ډيجيټل مېدان كښې په خپلو پښو ادرولو له يو مهم پېشرفت دے۔ ډیجیټل یوتھ هب د يو’’ون-سټاپ پلېټ فارم‘‘ په توګه كار كوي كوم چې ځوانانو لپاره د وزیراعظم یوتھ پروګرام فور ایز یعنی تعلیم، روزګار، شمولیت او ماحولیات په اړه موقعې برابر وي۔ دا پلېټ فارم د اے آئی په مرسته ملازمتونو ٬ سکالرشپس، د هنر تربيې ، رضاکارانه موقعو او موسمياتي بدلونو په اړه فعاليتونو ته د ځوانانو لاس رسنه باوري كوي۔ تر دې دمه په پلېټ فارم 502,239 څخه زيات ځوانان رجسټرډ شوې دي٬ 1.5 لکه څخه د زياتو ملازمتونو موقعې په كومو كښې چې په بهر هېوادونو كښې 100,000 څخه زياتې د روزګار موقعې شاملې دي شتون لري او 200 څخه د زياتو سكالرشپس او انټرن شپس آسانۍ وړاندې كولې شي۔ ډي وائي اېچ د وزيراعظم يوتھ پروګرام د يو شمېر فلېګ شپ اقدامات مهم مركز هم دے په كوم كښې چې وزیراعظم بزنس او اېګریکلچر لون پروګرام، وزیراعظم یوتھ سکل ډوېلپمنټ پروګرام، وزیراعظم لېپ ټاپ سکیم، پاکستان اېجوکېشن انډوومنټ فنډ، ګرین یوتھ موومنټ او وزیراعظم یوتھ ټېلنټ هنټ او سپورټس لیګ شامل دے۔ د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرمېن رانا مشهود احمد خاں پاكستانو ځوانانو ته په دې كاميابۍ مباركي وركولو سره په ډی وائی اېچ د باور په كولو د هغوي مننه وكړه۔ ده ووئيل مونږ قامي او نړيوالو ادارو ٬ نجي او سركاري همكارانو او نورو سټېك هولډرز ته په ډي اېج وائي د رجسټرېشن كولو بلنه وركړه دغسې چې پاكستانو ځوانانو ته د نړيوال معيار له مخې تربيه وركړې شي۔ دا پلېټ فارم په www.pmyp.gov.pk موجود دے او په اېنډرائیډ او آئي او اېس دواړو ډاؤن لوډ كېدے شي۔











