پاكستان په مغربي غاړه د اسرائيلي خودمختارۍ نافذ كولو لپاره د اسرائيلي پارليمان د غير قانوني هڅې غندنه كوي: د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) پاكستان په لوئيديزه غاړه د اسرائيلي خودمختارۍ نافذ كولو لپاره د اسرائيلي پارليمان د غير قانوني هڅې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي دا د غندنې وړ اقدام د نړيوال قانون سنګينه خلاف ورزي ده او دا د فلسطين حقونو او د نړيوالو اصولو په ضد د اسرائيل پرله پسې بې حسي په ډاګه كوي۔ د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ د غندنې په …

اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) پاكستان په لوئيديزه غاړه د اسرائيلي خودمختارۍ نافذ كولو لپاره د اسرائيلي پارليمان د غير قانوني هڅې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي دا د غندنې وړ اقدام د نړيوال قانون سنګينه خلاف ورزي ده او دا د فلسطين حقونو او د نړيوالو اصولو په ضد د اسرائيل پرله پسې بې حسي په ډاګه كوي۔ د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ د غندنې په بيان كښې ووئيل داسې پارونكې اقدامات د قابض قوت لخوا د امن هڅو كمزورې كولو او د خپل غېر قانوني تسلط مستحكم كولو منظمې هڅې په ډاګه كوي۔ دا يو اړخيزه اقدامات يو خطرناك تصادم پلو اشاره كوي كوم چی د منطقې استحكام او د يو منصفانه او تلپاتي حل امكانات خطرې سره مخ كولې شي۔ وياند ووئيل پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړي چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د نړيوال قانون په خلاف ورزو دې اسرائيل ځواب وركونكے ګرځولو له فوري او پرېكنده اقدامات وكړي۔ ده ووئيل د اسرائیل اقدامات به تسليمولې شي او نه به هغه د مقبوضه فلسطين سيمې په نړيواله كچه منلے شوے حېثيت بدل كړے شي۔ ده ووئيل پاكستان د فلسطيني اولس د خپلواكۍ منلې شوي حق لپاره د خپل نه بدلېدونكي عزم توثيق كوي ۔ وياند ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو له مخې د جون مياشتې كال 1967 څخه د وړاندې پولې تر مخه د يو آزاد ٬ خپلواكه او د عمل وړ فلسطيني رياست په جوړولو زور راوړؤ د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي

مزید خبریں