اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف اروپائي ائتلاف سره د پاكستان تجارتي همكاري مهمه ګرځولو سره وئيلي دي ائتلاف د پاكستان تر ټولو لويو تجارتي همكارانو څخه دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اروپائي ائتلاف سفيرې رينا كيونكا سره خبرو كښې وكړه كومې چې د جمعې په ورځ وزيراعظم سره د مخه ښې ملاقات كولو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم …
اروپائي ائتلاف د پاكستان تر ټولو لويو تجارتي همكارانو څخه دے٬ د وزيراعظم شهباز شريف د ائتلاف سفيرې رينا كيونكا سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف اروپائي ائتلاف سره د پاكستان تجارتي همكاري مهمه ګرځولو سره وئيلي دي ائتلاف د پاكستان تر ټولو لويو تجارتي همكارانو څخه دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اروپائي ائتلاف سفيرې رينا كيونكا سره خبرو كښې وكړه كومې چې د جمعې په ورځ وزيراعظم سره د مخه ښې ملاقات كولو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د اروپائي ائتلاف سفيرې ته په پاكستان كښې د ملازمت مودې په ترسره كولو مباركي وركولو سره د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د اړيكو مضبوطيا لپاره په كردار ترسره كولو د هغې مننه وكړه۔ وزیراعظم په پاكسان كښې د كال 2022 سېلاب په مهال د اروپائي ائتلاف لخوا د مرستې په باوري كولو كښې د دې د هڅو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د پاكستان په لويو تجارتي همكارانو كښې د يو په توګه د اروپائي ائتلاف اهميت په ډاګه كولو سره جي اېس پي پلس سكيم لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو كوم چې فريقېنو لپاره ګټور ثابت شوے۔ وزیراعظم د اروپائي ائتلاف كمېشن صدر ارسلا وان ډېر ليين لپاره هم د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل زه هغه سره ډېر زر ملاقات ته سترګې په لاره يم۔ په ملاقات كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه په هېواد كښې په روان سياسي پېش رفت او نورو چارو هم خبرې وشوې۔ د اروپائي ائتلاف سفيرې په پاكستان كښې د پاتې كېدو په مهال په مرسته كولو د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل اروپائي ائتلاف پاكستان سره د خپلې همكارۍ لا مضبوطولو عزم لري۔ دې د نېكو هيلو په څرګندونه د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل زه به په برسلز كښې په خپل راتلونكي اسائنمنټ كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه اړيكو ته لا ودې وركولو له خپلې هڅې دوامدارې ساتم۔











