وزيراعظم شهباز شريف د ډاكټر عافيه صديقي هر ممكنه قانوني او سفارتي مرستې لپاره كميټي جوړه كړه

اسلام آباد۔25 جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ډاكټر عافيه صديقي په معامله كښې د حكومت لخوا د هرې ممكنه قانوني او سفارتي مرستې باور وركولو له د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړه۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د ډاكټر عافيه صديقي خور ډاكټر فوزيه صديقي ملاقات وكړو۔ وزیراعظم …

اسلام آباد۔25 جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ډاكټر عافيه صديقي په معامله كښې د حكومت لخوا د هرې ممكنه قانوني او سفارتي مرستې باور وركولو له د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړه۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سره د ډاكټر عافيه صديقي خور ډاكټر فوزيه صديقي ملاقات وكړو۔ وزیراعظم ووئيل د ډاكټر عافيه صديقي معاملې څخه په هېڅ ډول غافله نه يوو٬ د حكومت لخوا وړاندې هم د ډاكټر عافيه صديقي په معامله سفارتي او قانوني مرسته شوې ده۔ وزیراعظم ډاکټر فوزیه صدیقی ته د ډاكټر عافيه صديقي په معامله كښې اوس هم د حكومت لخوا د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔ وزیراعظم په دې حقله لا پېشرفت لپاره د وفاقي وزير اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې يوه كمېټي هم جوړه كړه۔ كمېټي به ډاكټر فوزيه صديقي سره په دې اړه رابطه كښې پاتې كيږي او هر ډول ممكنه مرستې لپاره به كار كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي وزيراعظم دې څخه وړاندې هم د دغه وخت امريكائي صدر جوبائيډن ته د ډاكټر عافيه صديقي په اړه يوه چيټۍ استولې وه۔

مزید خبریں