اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بنو كښې په بسيه خېل تھاڼه د فتنة الهندوستان ترهګر بريد په ناكامه كولو پوليس ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جمعې په ورځ د حاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير محسن نقوي د پوليس ځوانانو د مړانې او پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د هند ملاتړ لرونكو ترهګرو …
د وفاقي وزير محسن نقوي بنو كښې په بسيه خيل تھاڼه د فتنة الهندوستان ترهګر بريد په ناكامه كولو پوليس ځوانانو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔25جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بنو كښې په بسيه خېل تھاڼه د فتنة الهندوستان ترهګر بريد په ناكامه كولو پوليس ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د جمعې په ورځ د حاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير محسن نقوي د پوليس ځوانانو د مړانې او پېشه ورو صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د هند ملاتړ لرونكو ترهګرو مقابله كوؤنكو پوليس ځوانانو ته سلام كوو۔ محسن نقوی ووئيل پوليس ځوانانو په مړانه سره د هند ملاتړ لرونكو ته خله ماتې ځواب وركړو او هغوي يۍ په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كړل۔ وفاقي وزير ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس د ترھګرۍ په ضد جنګ كښې په اولني صف كښې ولاړ دي او مونږ د دوئي په مړانه وياړوؤ۔











