د پاكستان-تركيه د سلامتيا٬دفاع او استخبارات په اړه د شريكې سټينډنګ كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي)پاكستان او تركيې ترمينځه د سلامتيا٬دفاع او استخباراتي معلومات په اړه د شريكې سټينډنګ كمېټۍ(جے ايس سي)وړومبۍ غونډه د زيارت په ورځ په اسلام آباد ګښې وشوه۔دواړو خوا د نړيوالې او د سيمه ايزې سلامتيا مسئلو پشمول رامخې ته جغرافيائي رجحانات باندې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د تركيې پلاوي مشري د …

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي)پاكستان او تركيې ترمينځه د سلامتيا٬دفاع او استخباراتي معلومات په اړه د شريكې سټينډنګ كمېټۍ(جے ايس سي)وړومبۍ غونډه د زيارت په ورځ په اسلام آباد ګښې وشوه۔دواړو خوا د نړيوالې او د سيمه ايزې سلامتيا مسئلو پشمول رامخې ته جغرافيائي رجحانات باندې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د تركيې پلاوي مشري د سوئېلي آسيا ډائرېكټر جنرل سفير جهاد ارګينے وكړه او د پاكستان پلاوي مشري د(افغانستان او لويديز آسيا)خارجه وزارت ايډېشنل سېكرټري سفير سيد علي اسد ګېلاني وكړه۔دا كميټي د پاكستان او تركيې ترمينځه 12-13 فروري 2025 اعلٰی كچ سټريټجك كوآپرېشن كونسل(ايچ ايل ايس سي سي)7مې غونډې نه پس جوړه شوې وه۔دواړو خوا د نړيوالې او سيمه ايزې سلامتيا مسئلو پشمول رامخې ته جيوپوليټيكل رجحانات په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د جے ايس سي مباحثو څخه به د پاكستان نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د تركيې خارجه وزرير په شريكه مشرۍ كښې د جوائنټ كمېشن چمتوالي له مرسته ترلاسه شي۔ پاكستان او تركيې قوي تاريخي او ګڼ اړخيزه اړيكې لري كومې چې په شريك مذهبي٬كلتوري او سټريټجك خپلوليو اډانه دي۔دواړو هېوادونو دفاع٬تجارت٬توان٬تګ راتګ٬كلتور٬سېلګرۍ٬تعليم٬دفاعي صنعتونو٬كركيلې٬روغتيا٬سائنس او ټېكنالوجي پشمول ګڼ شمېر څانګو كښې نزدې مرستې جاري ساتلې دي۔

مزید خبریں