اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق مستونګ كښې د هند ملاتړ لرونكو ترهه ګرو په ضد په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د آپرېشن په مهال د ميجر زياد سليم او سپاهي ناظم حسين په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔د زيارت په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ده د ميجر زياد حسين او سپاهي ناظم …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق مستونګ كښې د ترهه ګرو په ضد په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق مستونګ كښې د هند ملاتړ لرونكو ترهه ګرو په ضد په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د آپرېشن په مهال د ميجر زياد سليم او سپاهي ناظم حسين په ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔د زيارت په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ده د ميجر زياد حسين او سپاهي ناظم حسين جرات او بهادرۍ ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئېل امنيتي ځواكونو بهادر ځوانانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ قام په خپلو بهادرو افسرانو او ځوانانو وياړ لري۔د پاكستان دفاع او استحكام لپاره د ځانونو قربانۍ وركوونكې د قام حقيقي اتلان دي٬ د ترهه ګرو په ضد د امنيتي ځواكونو پيشه وره كاروائۍ د ستائنې وړ دي۔ ده ووئېل د غم او په دې سخت وخت كښې د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق دعا وګړه چې لويې څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔











