وزیراعظم محمد شهبازشریف میډیکل کالجونو او انجینئرنګ پوهنتونونو كښې د خېبرپښتونخوا ضم شوو ضلعو کوټه د بحالولو اعلان وكړو

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهبازشریف میډیکل کالجونو او انجینئرنګ یونیورسټیو كښې د خېبرپښتونخوا د ضم شوو ضلعو کوټه د بحالولو اعلان سره وئيلي دي قبائېل عمر له د پاکستان سلامتیا او امن لپاره لويې قربانۍ وركړې دي،ضم شوو ضلعو كښې امن و امان ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري پرېس ريليز له مخې د زيارت په ورځ …

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهبازشریف میډیکل کالجونو او انجینئرنګ یونیورسټیو كښې د خېبرپښتونخوا د ضم شوو ضلعو کوټه د بحالولو اعلان سره وئيلي دي قبائېل عمر له د پاکستان سلامتیا او امن لپاره لويې قربانۍ وركړې دي،ضم شوو ضلعو كښې امن و امان ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري پرېس ريليز له مخې د زيارت په ورځ وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د قبائېلی مشرانو جرګې ملاقات وكړو او د جمعیت علمائے اسلام (ف) صدر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ كښې وزیراعظم هاؤس ته د خېبر پښتونخوا د ضم شوو ضلعو قبائلی مشرانو د راتګ يې هركلے وكړو۔جرګه كښې د خېبرپښتونخوا ضم شوو ضلعو كښې د امن صورتحال ښه كولو او د سيمو تعمیر و ترقۍ په اړه تفصیلی خبرې وشوې۔وزیراعظم میډیکل کالجونو او انجینئرنګ یونیورسټیو كښې د خېبرپښتونخوا د ضم شوو ضلعو کوټه بحالولو اعلان وكړو۔قبائېلی مشرانو د كوټي بحالولو پريكړې هركلے او په هغې د خوشحالۍ څرګندونه وكړه۔وزیراعظم قبائلی مشرانو سره خبرو كښې ووئيل زه نن وزیراعظم هاؤس كښې د قبائلی مشرانو په كوربتوب كولو خوشحاله شوے يم،ستاسو تعلق د پاکستان د هغه سيمو څخه دے كومې چې يو تاريخي منظر او روایات لري ،قبائل عمر له د پاكستان سلامتيا او امن لپاره لويې قربانۍ وركړې دي،ضم شوو ضلعو كښې امن و امان ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔وزیراعظم ووئيل د پاکستان سکیورټی فورسز، پولیس او د قانون نافذ کوونكو نورو ادارو ځوانانو د ترهه ګرۍ په ضد په بهادرۍ سره جنګ كولو كښې د شهادت رتبه ترلاسه كړې ،پاکستان د امن مركز جوړولو له به ټولو مکاتب فکر له په ګډه كردار ترسره كول وي۔ وزیراعظم ووئيل د ضم شوو ضلعو معاشی ترقۍ او هلته د اولسي ښېګړې لپاره وفاقی حکومت هرممکن اقدامات كوي، د ضم شوو قبائلی ضلعو اولس او په خاص توګه ځوانانو له تعلیم ، صحت ،هنر او د روزګار مساوی او ښو موقعو وركولو ته پام لرنه كوو،وفاقي حکومت ضم شوو ضلعو كښې د فاټا یونیورسټی او پولیس انفراسټرکچر ښه والي له سږ كال ترقیاتی بجټ كښې د لوئې فنډز بېل كړے۔ وزیراعظم د کشمیر ، ګلګت بلتستان او سرحدی چارو وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام په مشرۍ كښې د ضم شوو ضلعو مسئلې په اړه د جوړي كمېټۍ دائره کار پراخه كولو سپارښتنه كولو سره ووئيل په دې کمېټۍ كښې دې د ضم شوو ضلعو قبائېلی مشرانو له هم نمائندګی وركړې شي۔د کمېټۍ دائره کار كښې پراختيا او د قبائېلی مشرانو نمائندګی او میډیکل کالجونو او انجینئرنګ یونیورسټیو كښې د ضم شوو ضلعو کوټه په بحالولو د قبائېلی مشرانو پلاوي مننې سره د اوسني پاك۔ هند شخړي په مهال د پاك پوځ د مړاني تګلاره او د هندي جارحيت په بشپړ ځواب وركولو پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔ پلاوي ضم شوو ضلعو كښې امن و امان او ترقۍ او سوكالۍ په اړه په دې مشاورتی نشست د وزیراعظم مننه وكړه، د ضم شوو قبائلی ضلعو ښه والي په اړه قبائلی مشرانو سره به دا ډول نورې مشاورتی ناستې كولې شي۔ملاقات كښې د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال ،د قانون و انصاف وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ ،د اقتصادی چارو وفاقی وزیر احد خان چیمه،د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ ، د پاور ډویژن وفاقی وزیر سردار اوېس احمد لغاري ،د کشمیر ، ګلګت بلتستان او سرحدی چارو وفاقی وزیر نجینئر امیر مقام ، د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ، د وزیراعظم صلاحكارو پرویز خټك، ډاکټر توقیر شاه ،د خزاني وزیر مملکت بلال اظهر کیاني او اړوندو اعلیٰ سرکاری افسرانو ګډون وكړو۔

مزید خبریں