پينډۍ 24 جولائی (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان مستونګ ضلع كښې په استخباراتي اطلاعات د ترهه ګرو په ضد عمليات كړي دي ٬ د اطلاعات له مخې دې ترهه ګرو د هند ملاتړ لرونكې تنظیم فتنه الهندوستان سره تعلق لرلو۔د آئی اېس پی آر له مخې د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو ژالي په ښه ډول په نښه كړې د كومو په نتيجه كښې چې …
د امنيتي ځواكونو د بلوچستان مستونګ ضلع كښې په استخباراتي بنیاد د ترهه ګرو په ضد عمليات،درې ترهه ګر ووژل شول

مزید خبریں
پينډۍ 24 جولائی (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان مستونګ ضلع كښې په استخباراتي اطلاعات د ترهه ګرو په ضد عمليات كړي دي ٬ د اطلاعات له مخې دې ترهه ګرو د هند ملاتړ لرونكې تنظیم فتنه الهندوستان سره تعلق لرلو۔د آئی اېس پی آر له مخې د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو ژالي په ښه ډول په نښه كړې د كومو په نتيجه كښې چې درې ترهه ګر ووژل شول ۔د عملياتو په مهال په يو بل ډزو كښې د پاك پوځ يو بهادر افسر میجر زیاد سلیم اول كوم چې د خپلې ډلې مشري كوله، شهيد شو۔ دې سره سره يو بل ځوان ناظم حسین هم شهيد شو۔ د 31 كلن میجر زیاد سلیم اول تعلق د ضلع خوشاب او د 22 كلن سپاهی ناظم حسین تعلق د ضلع جهلم څخه دے۔سيمه كښې کلیئرنس او سینیټائزیشن عمليات روان دي ٬ دغسې چې كوم هم د هند ملاتړ لرونكے ترهه ګر ختم كړے شي۔ آئی اېس پی آر له مخې امنيتي ځواكونه د هېواد څخه د هند سپانسرډ ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو له لوظي دي او زمونږ د شهيدانو دا قربانۍ زمونږ عزم لا قوي كوي۔











