اسلام آباد 24 جولائی (اے پي پي) سېنېټ ته وئيلي شوې دي نان فائلرز کیټګري به په قلاره قلاره ختمولې شي،تاجر دوست سکیم ترمخه 2 لکهه 80 زره څخه زيات ریټیلرز رجسټرډ شوي ، حکومت د افراط زر په شرح قابو موندلے او هغې كښې ریکارډ کمے راغلے ، د ټیکس وركوونكو بنیادی حق دے چې هغوي له هر ډول آسانۍ وركړې شي،ټیکس نه وركوونكو څخه د ټیکس اخستلو لپاره …
نان فائلرز کیټګری به په قلاره قلاره ختمولې شي، د اېف بی آر چاري سپيځلې كولو لپاره ډیجیټائزیشن روان دے۔وزیر مملکت بلال اظهر کیانی

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جولائی (اے پي پي) سېنېټ ته وئيلي شوې دي نان فائلرز کیټګري به په قلاره قلاره ختمولې شي،تاجر دوست سکیم ترمخه 2 لکهه 80 زره څخه زيات ریټیلرز رجسټرډ شوي ، حکومت د افراط زر په شرح قابو موندلے او هغې كښې ریکارډ کمے راغلے ، د ټیکس وركوونكو بنیادی حق دے چې هغوي له هر ډول آسانۍ وركړې شي،ټیکس نه وركوونكو څخه د ټیکس اخستلو لپاره چې كومه هم تګلاره وه هغه به خپلولې شي، د اېف بی آر چاري سپيځلې كولو لپاره ډیجیټائزیشن كيږي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سینیټرز شهادت اعوان، محسن عزیز ،ذیشان خانزاده ،مسرور احسن،دنیش کمار او عبدالقادر د پوښتنو په ځواب د خزاني وزیر مملکت بلال اظهر کیانی ايوان ته ووئيل اېف بی آر لاهور ویئر هاوس څخه د قیمتي سامان غلا كيدو دوه مقدمي درج شوې وې او اېف آئی اے د هغې پلټني كوي ٬ اېف بی آر هغه مقدمي تر منطقی انجام رسولو له خپلي ذمه وارۍ پوره كوي،مونږ ګڼو بايد نان فائلر کیټګری نه ده پكار خو زمكيز حقائق تر نظره ساتلو سره معیشت ښه كولو له به مخ په وړاندې تلل وي ۔ ده ووئيل کاروباري ورورولي دا موقف لري چې اصلاحات دې مرحله وار وكړے شي،نان فائلرز لپاره بېلي سزاګاني دي، وخت سره سره د ټیکس دائره پراخه كوو او په دې اړه به نور ګامونه هم پورته كولې شي۔ده ووئيل اېف بی آر سره هم په دې اړه چې څه څيزونه ترسره شوي وؤ په هغې مونږ پیشرفت کړے، نان فائلرز به فائلرز جوړولې شي او د نان فائلرز کیټګری به په قلاره قلاره ختمولې شي،تاجر دوست سکیم ترمخه 2 لکهه 80 زره 197 څخه زيات ریټیلرز رجسټرډ شوي او په مجموعی توګه د رجسټرډ ریټیلرز شميره 10 لکهه څخه زياته شوې ده ۔ ده ووئېل ریټیلرز څخه 189 اربه روپو څخه 600 اربه روپۍ ټیکس وصولۍ كښې اضافه شوې،دا اوس هم كمه ده بايد دا نوره زياته كړې شي۔ده ووئيل تير كال 364 اربه روپۍ سیلز ټیکس ریفنډ بيرته وركړے شوے۔ده ووئيل اېف بی آر چاري سپيځلې كولو له ډیجیټائزیشن كيږي او انساني عمل دخل هم ختمولې شي۔











