د نيپرا لخوا په اوسنۍ پرېكړه حكومت په وخت ريويو پټيشن دائر كړے۔ سردار اويس احمد خان لغاري

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي د نيپرا لخوا په اوسنۍ پرېكړه حكومت په وخت د ريويو پټيشن دائر كړے دے دغسې چې صارفين د غېر ضروري بار نه وساتلے شي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غٶنډه كښې د خبرو په مهال ده ووئيل د نيپرا د پرېكړې نه وروستو حكومت سره يوازې لس ورځې وي ريويو …

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي د نيپرا لخوا په اوسنۍ پرېكړه حكومت په وخت د ريويو پټيشن دائر كړے دے دغسې چې صارفين د غېر ضروري بار نه وساتلے شي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غٶنډه كښې د خبرو په مهال ده ووئيل د نيپرا د پرېكړې نه وروستو حكومت سره يوازې لس ورځې وي ريويو فائل كولو لپاره، مونږ په وړومبي ځل په بشپړه تكنيكي بنياد د ټېرف تفصيلات جاج اخستے او يو شمېر اعتراضونو سره ريويو فائل كړې شوې ۔ ده واضحه كړه كه دا پرېكړه نه وې چېلنج كړې شوې نو په راتلونكو اوو كالو كښې كراچي الېكټرك ته 650 اربه روپو څخه زيات وركول ٶ او د دې بار به د ګرد په صارفينو پرېوتو۔ سردار اويس لغاري ووئيل په وړومبي ځل حكومت د ټېرف په حواله په اولسي مفاد كښې دومره قوي دريځ خپل كړے چې مقصد ېې صارفين او قامي خزانه د غېر ضروري زيان نه ساتل دي۔

مزید خبریں