پېنډۍ 24 جولائي (اے پي پي) پاك بحريه لپاره په ځائي توګه د جوړ كړې شوي د پي اېن اېس ساهيوال ګن بوټ لانچنګ دستوره د كراچۍ په شپ يارډ اينډ انجينئرنګ ورکس (کے اېس اينډ اي ډبليو) كښې شوې٬ وائس چيف آف دي نيول سټاف وائس ايډمرل اوېس احمد بلګرامي په دې موقع خاص مېلمه ٶ۔ د آئي اېس پي آر له مخې خاص مېلمه د پاك بحريه د …
پاك بحريه لپاره په ځائي توګه د جوړ كړې شوي د پي اين ايس ساهيوال ګن بوټ لانچنګ دستوره

مزید خبریں
پېنډۍ 24 جولائي (اے پي پي) پاك بحريه لپاره په ځائي توګه د جوړ كړې شوي د پي اېن اېس ساهيوال ګن بوټ لانچنګ دستوره د كراچۍ په شپ يارډ اينډ انجينئرنګ ورکس (کے اېس اينډ اي ډبليو) كښې شوې٬ وائس چيف آف دي نيول سټاف وائس ايډمرل اوېس احمد بلګرامي په دې موقع خاص مېلمه ٶ۔ د آئي اېس پي آر له مخې خاص مېلمه د پاك بحريه د پليټ فارم ډيزائن ونګ (پي ډي ډبليو) او د کراچۍ شپ يارډ اينډ انجينئرنګ ورکس د مشترکه هلو ځلو ستائنه وكړه٬ په ځائي كچه د جوړ كړې شوي ګن بوټ كښې به تر اوږدې فاصلې هدف په نخښه كوونكي سيمي آټوميټګ ګنز لګولې شي٬ دا جديد ترين ګن بوټ د مختلف بحري سکيورټي آپريشنز ترسره كولو بشپړ صلاحيت لري٬ پاك بحريه په سباٶن كښې په دې طرز د ګن بوټس په جوړولو غور كوي۔ په لانچنګ دستوره كښې د پاك بحريه اعليٰ چارواكو، د دفاعي پېداوار وزارت، د کراچۍ شپ يارډ اينډ انجينئرنګ ورکس او د شپ بلډنګ انډسټري نمائندګانو ګډون وكړو۔











