وزيراعظم شهباز شريف مستونګ كښې د فتنته الهندوستان ترهګرو په ضد د امنيتي ځواكونو د كاروائۍ ستائنه وكړه

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي):وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په ضلع مستونګ كښې د فتنته الهندوستان ترهګرو په ضد د امنيتي ځواكونو د كاروائۍ ستائنه كولو سره وئيلي دي مېجر زياد شهيد او سپاهي ناظم شهيد د خپلو ځانونو پرواه نه كولو سره د ترهګرو په ضد لكه د غره ولاړ وٶ٬ ټول قام شهيدانو ته سلام كوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا …

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي):وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په ضلع مستونګ كښې د فتنته الهندوستان ترهګرو په ضد د امنيتي ځواكونو د كاروائۍ ستائنه كولو سره وئيلي دي مېجر زياد شهيد او سپاهي ناظم شهيد د خپلو ځانونو پرواه نه كولو سره د ترهګرو په ضد لكه د غره ولاړ وٶ٬ ټول قام شهيدانو ته سلام كوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د فتنته الهندوستان د درېو ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه كولو سره ووئيل د كامياب اپرېشن په مهال د ترهګرو په مړانه مقابله كولو سره شهيد شوے د پاك پوځ ميجر زياد سليم اول او سپاهي ناظم حسېن ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔ وزيراعظم د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كښې ووئيل مېجر زياد شهيد او سپاهي ناظم شهيد د خپلو ځانونو پرواه نه كولو سره د ترهګرو په ضد لكه د غره ولاړ وٶ٬ ټول قام شهيدانو ته سلام كوي۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرو په ضد جنګ كښې د پاك پوځ قربانۍ لازواله دي٬ هېواد څخه د هر ډول ترهګرۍ د بشپړه خاتمې عزم لرو۔

مزید خبریں