اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي د هېواد د مسابقتي انرجۍ ماركيټ وړومبۍ پاليسي به په دوو مياشتو كښې د حتمي نفاذ پړاٶ ته ورسي ٬ د دغې نه وروستو به د حكومت لخوا د بجلۍ اغستو سلسله ختمه شي۔ دا خبره د انرژۍ وفاقي وزير د نړيوال بېنك د لوړې كچې پلاوي سره ملاقات كښې كړې د …
د هېواد د مسابقتي انرجۍ ماركيټ وړومبۍ پاليسي به په دوو مياشتو كښې نافذ شي۔ د وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري د نړيوال بينك پلاوي سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي د هېواد د مسابقتي انرجۍ ماركيټ وړومبۍ پاليسي به په دوو مياشتو كښې د حتمي نفاذ پړاٶ ته ورسي ٬ د دغې نه وروستو به د حكومت لخوا د بجلۍ اغستو سلسله ختمه شي۔ دا خبره د انرژۍ وفاقي وزير د نړيوال بېنك د لوړې كچې پلاوي سره ملاقات كښې كړې د كومې مشري چې د نړيوال بېنك د مېنځني ختيز٬ شمالي افريقه٬ افغانستان او پاكستان لپاره ريجنل نائب صدر عثمان ډيون كوله۔ وفاقي وزير ووئيل د “سي ټي بي سي اېم” له مخې په ماركيټ كښې د بجلۍ په آزادۍ سره تجارت به ممكن شي٬ د دې ماډل له مخې “ويلنګ چارجز” او نور ميکانزم معارفي كېږي او د حكومت كردار به يوازې تر رېګولېټري فرېم ورك محدود شي۔ ده واضحه كړه چې دا منتقلي به پرله پسې او د جامع تګلارې تر مخه كولې شي دغسې چې نظام كښې استحكام پاتې شي۔ په دې موقع عثمان ډيون په پاکستان كښې د توان په څانګه كښې د اصلاحات ستائنه وكړه او په دې امر ئې زور راوړو چې توان د ترقۍ بنياد دے او د هر هېواد پرمختګ لپاره د توان څانګه ډېره د اهميت وړ وي، ځكه به نړيوال بېنك په دې څانګه كښې د پاكستان ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل نړيوال بېنك د پاكستان حكومت سره اوږه په اوږه ولاړ دے دغسې چې تل پاتې٬ د باور وړ او سرمايه كارۍ لپاره موزو د توان نظام ته وده وركړې شي۔ په دې موقع وفاقې وزير د نړيوال بېنك پلاوي ته په څانګه كښې د روانو اصلاحاتو يوه جامع كتابچه هم وراندې كړه او دا هيله يې څرګنده كړه چې موجوده شراكتداري به په سباٶن كښې لا قوي شي۔











