د تعليم نظام كښې جدت راوستل او ځوانانو له پیشه وره صلاحیتونه وركولو ته حكومت پام لرنه كوي، د وزیراعظم محمد شهباز شریف د سنټانا ایجوكیشن باني او چیئرمین ډګ بیكر په مشرۍ كښې د ایریزونا سټیټ یونیورسټی پلاوي سره ملاقات كښې خبري

اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف پاكستان كښې تعلیم د نړيوال معیار سره سمولو لپاره د جدید ټیكنالوجۍ استعمال ضروري ګرځولو سره وئيلي دي د تعليم نظام كښې جدت راوستل او ځوانانو له پیشه وره صلاحیتونه وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سنټانا ایجوكیشن (Cintana Education) باني او چیئرمین ډګ بیكر په مشرۍ كښې د ایریزونا سټیټ یونیورسټی پلاوي سره …

اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف پاكستان كښې تعلیم د نړيوال معیار سره سمولو لپاره د جدید ټیكنالوجۍ استعمال ضروري ګرځولو سره وئيلي دي د تعليم نظام كښې جدت راوستل او ځوانانو له پیشه وره صلاحیتونه وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سنټانا ایجوكیشن (Cintana Education) باني او چیئرمین ډګ بیكر په مشرۍ كښې د ایریزونا سټیټ یونیورسټی پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بیان له مخې وزیراعظم ووئيل پاكستان كښې تعلیم د نړيوال معیار له مخې برابرولو لپاره د جدید ټیكنالوجی استعمال ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د تعليم نظام كښې جدت راوستل او د هېواد ځوانانو له پیشه وره صلاحیتونه وركولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي، د تعلیم په څانګه كښې ټولي حكومتی پالیسۍ ځوانانو له پیشه وره صلاحیتونو په بنياد د روزګار موقعې وركولو لپاره جوړي شوي ۔ وزیراعظم د ایریزونا سټیټ یونیورسټی په مرسته د نېشنل انسټیټیوټ آف ټیكنالوجی تعمیر يوه لويه كاميابي ګرځولو سره ووئيل د ایریزونا سټیټ یونیورسټی په مرسته جوړ شوي نېشنل انسټیټیوټ آف ټیكنالوجی كښې د پاكستان ځوانانو له په نړيواله كچه مسابقتی بنیاد كار كولو له تربیه وركولې شي۔ده ووئيل نېشنل ووكیشنل اینډ ټیكنیكل ټریننګ كمیشن (نیوټیك) كښې په تير يو كال كښې حكومت ګڼ اصلاحات كړي او هغه لا موثره او كارآمد كړې شوي۔ده د پیشه وره تربيې په څانګه كښې جدت لپاره نیوټیك ته د ایریزونا سټیټ یونیورسټی سره د مرستي سپارښتنه وكړه۔ ملاقات كښې د ایریزونا سټیټ یونیورسټی په مرسته پاكستان كښې د جوړ شوي نېشنل انسټیټیوټ آف ټیكنالوجی آپریشنلائزیشن په اړه هم خبري وشوي۔په دې موقع سنټانا ایجوكیشن بانی ډګ بیكر ووئيل ایریزونا سټیټ یونیورسټی په پاكستان كښې د تعلیم په څانګه كښې جدت راوستلو له وسائل او سهولیات وركوي۔ د ملاقات په اختتام وزیراعظم سږ كال د فعاله كيدونكې نېشنل انسټیټیوټ آف ټیكنالوجي د یادګاري تختۍ مخ كتنه وكړه۔د اقتصادی چارو وفاقی وزیر احد خان چیمه، د تعليم وفاقی وزیر خالد مقبول صدیقی، د آئی ټی وفاقی وزیر شزا فاطمه خواجه او د اړوندو ادارو اعلیٰ چارواكي په ملاقات كښې موجود وو۔

مزید خبریں