د چينو ناجائزه منافع خور به د عبرت نشان جوړولې شي٬ د چينو بيعې قابو كولو لپاره چيف سيکرټريز او ډپټي کمشنرز ته هدايات جاري كړر شوي۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د نېشنل فوډ سكيورټي اېند ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دې د چينو ناجائزه منافع خور به د عبرت نشان جوړٶ٬ د چينو بيعې قابو كولو لپاره د ټولو صوبو چيف سيکرټريز او ډپټي کمشنرز ته هدايات جاري كړے شوي دي۔ د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل ضلعي دې د چينو اېكس مل رېټ …

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د نېشنل فوډ سكيورټي اېند ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دې د چينو ناجائزه منافع خور به د عبرت نشان جوړٶ٬ د چينو بيعې قابو كولو لپاره د ټولو صوبو چيف سيکرټريز او ډپټي کمشنرز ته هدايات جاري كړے شوي دي۔ د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل ضلعي دې د چينو اېكس مل رېټ 161 او ريټېل رېټ 173 روپۍ كلو په هر صورت باوري كرې۔ وفاقي وزير زياته كړه چې د چينو زياته سپلائي هم باوري كوٶ۔ ده ووئيل د بې وځله اولس استحصال كوٶنكو سره به نرمي نه كوٶ، كه د هغوي تعلق د هر سياسي ګوند سره وي۔ رانا تنوير حسېن ووئيل د اولس د مفاداتو په ضد كار كوٶنكي به د رياست او قانون طاقت سره مخ كېږي۔ ده ووئيل د هېواد معيشت قوي كولو لپاره ټول صلاحيتونه كارٶ او ھغه ورځ لرې نه ده كله چې به پاكستان د هر ډول مافياز څخه پاك او په تندۍ سره پرمختګ كونكے هېواد شي۔

مزید خبریں