اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) پاكستان او بنګله دېشن د لوبو په خاص توګه د كركټ ودې او اېمپائرز ډويلپمنټ پروګرامز لپاره مرستې ته اتفاق كړے ٬ دا اتفاق د وفاقي وزير او د پي سي بي چيئرمېن محسن نقودي او د بنګله دېش د لوبو٬ د ځوانانو چارو٬ لوكل ګورنمنټ او كليوال پرمختګ وزير آصف محمود سره په ملاقات كښې راغلو۔ د داخله وزارت لخوا د جاري …
پاكستان او بنګله دېشن د لوبو په خاص توګه د كركټ ودې او اېمپائرز ډويلپمنټ پروګرامز لپاره مرستې ته اتفاق۔ د وفاقي وزير او د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د بنګله د لوبو وزير آصف محمود سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) پاكستان او بنګله دېشن د لوبو په خاص توګه د كركټ ودې او اېمپائرز ډويلپمنټ پروګرامز لپاره مرستې ته اتفاق كړے ٬ دا اتفاق د وفاقي وزير او د پي سي بي چيئرمېن محسن نقودي او د بنګله دېش د لوبو٬ د ځوانانو چارو٬ لوكل ګورنمنټ او كليوال پرمختګ وزير آصف محمود سره په ملاقات كښې راغلو۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې محسن نقوي په دې موقع د بنګله ديش ايمپائرز ته په پاکستان كښې د ټرېننګ بلنه وركولو سره د ووېمنز کرکټ ډويلپمنټ پروګرامز لپاره په همكارۍ زياتولو هم خبرې وكړې٬ په دې موقع دا پرېكړه وشوه چې د سپورټس ودې لپاره به د پاكستان كركټ بورډ او بنګله كركټ بورډ ترمېِنځه باقاعده لوظنامه كېږي۔ په ملاقات كښې د ځوانانو سکلز ډويلپمنټ او د روزګار په اړه د مشتركه اقدامات په ضرورت زور راوړلے شو٬ ٬ د اعليٰ تعليم، سکالرشپ پروګرامز او په تعليمي ميدان كښې د يو بل تجربو څخه په ګټه پورته كولو هم خبرې وشوې۔ په دې موقع په سولر انرجي كښې جدت او د شريكې مرستې زياتولو په اړه هم خبرې وشوې۔ وفاقي وزير محسن نقوي شناختي دستاويزات فول پروف كولو په خاص توګه د نادرا محفوظ سکيورټي نظام په اړه خبرې وكړې ٬ په دې موقع د بنګله وزير آصف محمود د نادرا په نظام كښې د خوښۍ څرګنده كړه۔ محسن نقوي د بنګله ديش پلاوي ته د نادرا دورې بلنه وركړه٬ د بنګله د لوړې كچې پلاوي به ډېر زر پاكستان ته راشي او د نادرا د دفتر به دوره كوي۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د دواړو هېوادونو زياتره آبادي په ځوانانو مشتمله ده ٬ د سپورټس هلو ځلو ودې سره د يوتھ ډويلپمنټ موقعو څخه استفاده كېدې شي۔ د ملاقات په مهال د بنګله ديش او پاکستان ترمېنځه په ګڼ اړخيزه اريكو په خاص توګه د ځوانانو،لوبو ، تعليم او د تجديد وړ توان په څانګو كښې مرستې زياتولو ته صلاح يوه شوه ۔ د ملاقات په مهال د بنګله ديش د سپورټس و يوتھ وزارت سيکرټري محبوب العالم، سيکرټري لوکل ګورنمنټ رضا المقصود، د پاکستاني هائي کميشن ناظم الامور محمد واصف، د کرکټ ټيم هيډ کوچ مائيك هيسن، مينجر نويد اکرم چيمه او نور لوړ پوري هم موجود وو۔








