پېنډي 24 جولائي (اے پي پي )د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف سياسي بصيرت له امله نن د ټولې نړۍ هېوادونو سره ښې سفارتي اړيكې قائم شوې دي٬د هند لخوا د اوبو بندولو دړكه د اعلان جنګ مترادف وه ٬زمونږ وسله والو ځواكونو دښمن ته بدترين ماتې وركړې ده ٬د هېواد دفاع ناقابل تسخير ده٬د دښمن پنځه الوتكې راغورځولې شوي ٬نن دښمن …
د وزيراعظم محمد شهباز شريف سياسي بصيرت له امله د ټولې نړۍ سره ښې سفارتي اړيكې قائم دي۔د وفاقي وزير حنيف عباسي دستورې ته وينا

مزید خبریں
پېنډي 24 جولائي (اے پي پي )د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف سياسي بصيرت له امله نن د ټولې نړۍ هېوادونو سره ښې سفارتي اړيكې قائم شوې دي٬د هند لخوا د اوبو بندولو دړكه د اعلان جنګ مترادف وه ٬زمونږ وسله والو ځواكونو دښمن ته بدترين ماتې وركړې ده ٬د هېواد دفاع ناقابل تسخير ده٬د دښمن پنځه الوتكې راغورځولې شوي ٬نن دښمن د نړۍ د خندا شوے ٬ د پنجاب اعلٰی وزيرې مريم نواز شريف د تلعيم او روغتيا په څانګه كښې انقلابي اقدامات كړي٬مواصلاتي نظام ښه كړے او صفا پنجاب پشان پروژې سره عملي كار وشو۔ده د دې خيالات څرګندونه د زيارت په ورځ بورډ آف انټر ميډيټ اينډ سيكنډري ايجوكيشن پېنډۍ د ميټرك امتحانات كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كوونكو زده كوونكو ته د انعامونو وركولو دستورې ته د وينا كولو په مهال وكړه ۔وفاقي وزير ووئيل د پنجاب اعلٰی وزيرې مريم نواز زده كوونكو ته ليپ ټاپس او سكالرشپ وركړي او د امتحاني نظام ډيجيټلائزېشن څخه سپيځلتيا باوري شوې۔ده په امتحانات كښې د كاميابو شوو زده كوونكو والدين ته مباركي وركولو سره ووئېل په تعليم كښې د ميرټ او اصلاحات څېره د وزيراعلٰی پنجاب په سر ده ۔ د پېنډۍ سكولونو او كالجونو له پرمختيائي سكيمونه منظور شوي او د دغې سره د رېلوے څانګه هم ډيجيټلائز كولې شي۔











