پاكستان او انډونيزيا د كلتوري ورثه په څانګو كښې مرسته پراخه كولو ته اتفاق

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي )د انډونېزيا سفارتخانې د اولسي سفارتكارۍ وزير كونسلر رحمت هند يارتا د زيارت په ورځ د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي سره ملاقات وكړو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د كلتور٬سيلګرۍ او تاريخي ورثې په څانكو كښې د مرستې زياتولو په چارو يې تفصيلي خبرې وكړې۔دواړو لارښودو د پاكستان او انډونيزيا ترمينځه ژورې٬تاريخي او د ورورولۍ اړيكې ستائېلو سره …

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي )د انډونېزيا سفارتخانې د اولسي سفارتكارۍ وزير كونسلر رحمت هند يارتا د زيارت په ورځ د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي سره ملاقات وكړو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د كلتور٬سيلګرۍ او تاريخي ورثې په څانكو كښې د مرستې زياتولو په چارو يې تفصيلي خبرې وكړې۔دواړو لارښودو د پاكستان او انډونيزيا ترمينځه ژورې٬تاريخي او د ورورولۍ اړيكې ستائېلو سره په دې خبره اتفاق وكړو چې د بدھ مت زړو آثارو تحفظ او ودې لپاره به شريكې مرسته پراخه كولې شي۔د انډونيزيا سفارتكار د ملاقات په مهال د بالي ښار تعارف وكړو كوم چې د خپل قديم تهذيب٬په خاص توګه د بدھ مت مندرونو او مجسمو لپاره نوم لري ۔ده د پنجاب او سندھ دورو ذكر كولو سره د پاكستاني اولس مېلمستيا او مينه وستائېله۔ ده د هغه صوفيانو د زيارتونو هم دوره وكړه چرته چې د انسانيت٬مينې او روادارۍ پېغام په ځانګړې توګه ښكاري۔وفاقي وزير اورنګزيب كهچي ووئيل پاكستان اونډونېزيا ته د يو لوي مسلمان ورور په حېثيت ګوري او د كال 1965 په جنګ كښې د انډونېزيا ملاتړ به تل ياد ساتو۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د پخوانو اړيكو ذكر كولو سره د انډونيزيا سفارتكار ته د ټيكسلا٬تخت بهائي او شاه الله دته بدھ مت ورثه ځايونو دورې كولو بلنه هم وركړه۔ وفاقي وزير ووئيل په اسلام آباد كښې يو بدھ مت مركز جوړېږي چرته به چې د ټولې نړۍ څخه راتلونكو سېلګرو او محقيقين ته پاكستان كښې د بدھ مت ورثه ښودلې شي۔ده ويزا پالېسۍ كښې آساني پیدا كولو په اړه د حكومتي اقدامات ذكر كولو سره ووئېل غېر ملكي سېلګرو٬په خاص توګه د بدھ مت زائرينو لپاره ټولې ممكنه آسانۍ به وركولې شي۔ده ووئيل پاكستان د نړۍ نزدې 90 هېوادونو سره د كلتور٬مفاهمتي يادښتونو(ايم او يوز) لاس ليك كړي او انډونيزيا سره هم د نوو يادښتونو په مسوده د كار كولو يې پريكړه كړې دغسې چې كلتوري تبادلو او د ورثه تحفظ ته وده وركړې شي۔وفاقي وزير انډونيزيا ته نومبر كښې په كېدونكې لوك ورثه ميله كښې د ګډون بلنه وركړه ۔ ده ووئېل دا به اولسي روابط لا قوي كولو ښه موقع وي۔ده نېشنل كونسل آف دي آرټس(پي اين سي اے) د انډونزيا فنكارانو لپاره د وړيا پليټ فارم په توګه وړاندې كړو۔دغسې دواړو ډلو د سيلګرۍ مرستې٬تاريخي تصويري ريكاډز جمع كولو او د دواړو هېوادونو شريك وارثت رامخې ته كولو لپاره فوكل پرسن مقرر كولو ته هم اتفاق وكړو ۔د ملاقات په اختتام دواړو لارښودو يو بل ته كلتوري كتاب او روايتي ډالۍ وركړې ۔په دې موقع د پرنیفټی اسفیئر انسټی ټیوټ آف آرټس اینډ ډیزائن سی ای اوعثمان شاہ هم موجود وو۔

مزید خبریں