د 9 مئی پېښو كښې د ككړو ملزمانو خلاف شواهد موجود وو، 190 ملین پاؤنډ کیس كښې د پی ټی آئی باني چیئرمین د ځان په حقله كوم شواهد نه دې وړاندې كړي۔ د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ میډیا سره خبرې

اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ وئيلي دي د 9 مئی په پېښو كښې د ككړو ملزمانو په ضد شواهد موجود وؤ، سي سي ټي وي فوټیج شته،دا معلومه وه چې په دې پېښو كښې څوك څوك ككړ وؤ،د 190 ملین پائونډ کیس كښې د پی ټی آئی بانی چیئرمین د ځان پحقله كښې كوم شواهد نه دې وړاندې كړي۔دا …

اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ وئيلي دي د 9 مئی په پېښو كښې د ككړو ملزمانو په ضد شواهد موجود وؤ، سي سي ټي وي فوټیج شته،دا معلومه وه چې په دې پېښو كښې څوك څوك ككړ وؤ،د 190 ملین پائونډ کیس كښې د پی ټی آئی بانی چیئرمین د ځان پحقله كښې كوم شواهد نه دې وړاندې كړي۔دا خبره ده زيارت په ورځ میډیا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل پی ټی آئی والا وائي مونږ د مدینې د رياست خبره كوله نو د 190 ملین پاؤنډ کیس كښې سزا شو۔ده ووئيل د 190 ملین پائونډ کیس ځواب مذهبي نه د ریاست مدینه دے،دوي دې قام ته اووائي چې دوي د بزنس ټائیکون په اربونو روپۍ څه ډول كارولي ؟ د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل د پی ټی آئی بانی چیئرمین بچي حق لري چې كمپائن وچلوي،هغوي چې چرته ځي هلته دې وګړو ته اووائي چې زمونږ پلار د 190 ملین پائونډ کرپشن کیس كښې سزا شوے، 190 ملین پائونډ کیس فیکټ شیټ دې ځان سره وړي او چا سره چې هم ملاقات كوي نو هغه ته دې وائي چې دا کرپشن کیس دے سیاسی نه۔ده ووئيل د دې تاثر وركولو هڅه كيږي چې 190 ملین پاونډ کیس سیاسی کیس دے۔

مزید خبریں