اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف د نړيوال بانك د اړخه په سندھ طاس لوظنامه د هند يو اړخيزه او غیر قانوني اقدامات په ضد د پاکستان جائز مؤقف له د اصولي مرستې ستائنې سره د نړيوال قانون پاسداري او سيمه ايز امن برقرار ساتلو له د پاکستان د عزم څرګندونه كړې او د ټولو مسئلو د خبرو اترو د لارې د حل کولو په …
وزیراعظم شهباز شریف سره د نړيوال بانك ریجنل نائب صدر عثمان ډیون ملاقات، د بینك د اړخه په سندھ طاس لوظنامه د پاکستان مؤقف له د اصولي مرستې ستائنه

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف د نړيوال بانك د اړخه په سندھ طاس لوظنامه د هند يو اړخيزه او غیر قانوني اقدامات په ضد د پاکستان جائز مؤقف له د اصولي مرستې ستائنې سره د نړيوال قانون پاسداري او سيمه ايز امن برقرار ساتلو له د پاکستان د عزم څرګندونه كړې او د ټولو مسئلو د خبرو اترو د لارې د حل کولو په حاجت يې زور راوړے۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د نړيوال بینك د مينځني ختيز ، شمالی افریقه ، افغانستان او پاکستان (میناپ ) ریجنل نائب صدر عثمان ډیون ملاقات وکړو ۔ وزیراعظم د پاکستان سره په اوږده شراکت دارۍ د نړيوال بانك او په خاص توګه د نړيوال بانك صدر اجے بنګا او پاکستان لپاره پخواني کنټري ډائریکټرناجی بن حسائن د پاکستان لپاره د نوي کنټری پارټنرشپ فریم ورك (سی پی ایف) مخ په وړاندې بوتللو كښې په مهم كردار مننه وكړه۔وزیراعظم د پاکستان د پرمختګ ترجیحات او په خاص توګه د توان ، انساني وسائلو ، ماحولیاتی بدلون او ګورننس په څانګو كښې اصلاحات لپاره د سي پی ایف سټریټجکي کردار وستائېلو۔وزیراعظم سندھ طاس لوظنامي غوندې مهمي نړيوالي لوظنامې ته زيان رسولو له د هند يو اړخيزه او غیر قانوني اقدامات په رڼا كښې د پاکستان د جائز مؤقف لپاره د نړيوال بانك د اصولي مرستې ستائنه وكړه ۔ده د نړيوال قانون پاسدارۍ ٬ سوكالۍ او سيمه ايز امن برقراره ساتلو لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ده د ټولو مسئلو د خبرو اترو د لارې حل كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو ۔وزیراعظم د 2022 سېلاب په مهال د نړيوال بانك په وخت د مرستې كولو مننه وكړه۔ عثمان ډیون د پاکستان دورې په مهال په تود هركلي او ميلمستيا كولو د وزیراعظم شهباز شریف مننه وكړه۔ده د پاکستان پخوانۍ شراکت دارۍ او معیشت په مهمو څانګو كښې مرستي زياتولو لپاره د نړيوال بانك د عزم پخلے وكړو۔ ډیون د پاکستان د روانې میکرو اکنامك بحالۍ ستائېلو سره هېواد د مالیاتی استحکام او كوټلي پرمختګ پلو بوتللو د وزیر اعظم شهباز شریف د حکومت ستائنه وكړه۔ ده موجودہ انتظامیې اصلاحاتی ایجنډا هم وستائېله۔ده د وزیر اعظم شهباز شریف قوي قيادت ادارہ جاتی اصلاحات مخ په وړاندې بوتللو، د سرمایه كارو باور بحالولو او كوټلي اقتصادي پرمختګ ته وده وركول مهمه وګرځوله۔ملاقات كښې د حکومت او نړيوال بانك د اړخه تل پاتې پرمختيائي اهداف سر كولو او د پاکستان اولس سوكاله سباؤن جووړلو لپاره د راروانو كلونو په مهال مرسته لا قوي كولو له د شريك عزم څرګندونه وكړه۔











