اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين پاكستان شوګر ملز ايسوسي ايشن (پي ايس ايم اے ) او ټولو صوبو څخه راغلو شراكت دارو د يوې غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې د چينو موجوده ماركيټ صورتحال، د بيعو او د وركړې نظام جاج واخست۔د غونډي په مهال وفاقي وزير د چينو بيعه كښې په مصنوعي اضافه د سخت خفګان …
د وفاقي وزيررانا تنوير حسين په مشرۍ كښې غونډه،د چينو ذخيره اندوزۍ او منافع خوري كښې د ككړو كسانو په ضد د سختي كارروائي خبردارے

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين پاكستان شوګر ملز ايسوسي ايشن (پي ايس ايم اے ) او ټولو صوبو څخه راغلو شراكت دارو د يوې غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې د چينو موجوده ماركيټ صورتحال، د بيعو او د وركړې نظام جاج واخست۔د غونډي په مهال وفاقي وزير د چينو بيعه كښې په مصنوعي اضافه د سخت خفګان څرګندوني سره د ذخيره اندوزۍ او ماركيټ كښې په كمي زياتي كښې د ككړو عناصرو په ضد د سختي كاروائي كولو وارننګ وركړو۔ ده ووئيل ټول هېواد كښې د داسې عناصرو په ضد بشپړ كريك ډاؤن روان دے كوم چې د چينو وركولو كښې خنډان راولاړوي، دغې اقدامات په نتيجه كښې د چينو په بيعه كښې ښكاره كمے راغلے كوم چې يو كلو 200 روپو څخه 175 ته راغلي ۔وفاقي وزير هغه شوګر ملز ته په خاص توګه خبردارے وركړو كوم چې خپل موجوده سټاك ماركيټ ته بحال نه ساتي۔ده واضحه كړه چې ذخيره اندوزي به په هيڅ صورت ونه زغملې شي








