د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا په تركيه كښې انټرنيشنل ډيفنس انډسټري فيئر كښې ګډون

پينډۍ 23 جولائي (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا استنبول كښې په 17م انټرنيشنل ډيفنس انډسټري فيئر (IDEF-2025) كښې ګډون وكړو۔ دا نړيوال شهرت لرونكے نندارتون دفاعي څانګه كښې تر ټولو جديد ټيكنالوجي او پيشرفت رامخې ته كولو لپاره نوم لي۔د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوي بيان له مخې د نندارتون په موقع جنرل ساحر …

پينډۍ 23 جولائي (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا استنبول كښې په 17م انټرنيشنل ډيفنس انډسټري فيئر (IDEF-2025) كښې ګډون وكړو۔ دا نړيوال شهرت لرونكے نندارتون دفاعي څانګه كښې تر ټولو جديد ټيكنالوجي او پيشرفت رامخې ته كولو لپاره نوم لي۔د شورو په ورځ د آئي اېس پي آر د اړخه جاري شوي بيان له مخې د نندارتون په موقع جنرل ساحر شمشاد مرزا د تركيه د دفاع وزيرِ جنرل (ر) يشار ګولر، د آذربائيجان د دفاع وزيرِ كرنل جنرل حسنوف زاكر اسګر اوغلو، د آذربائيجان د دفاع نائب وزيرِ قربانوف آګل سليم اوغلو او د تركيه چيف آف جنرل سټاف جنرل متين ګوراك سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل ۔ملاقاتونو كښې په دوه اړخيزه عسكري مرسته او بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې د دفاع او امنيت په څانګو كښې د مرستي زياتولو په حاجت زور راوړلے شو ۔ د تركيه او آذربائيجان قيادت د تره هګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ پيشه وره پوهه ، عملي كاميابۍ او قربانۍ وستائېلي او نړيوال او امن او استحكام لپاره يې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه

مزید خبریں