اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي مشرانو وئيلي دي د صوبائي اسمبلۍ د نوو ټاكلے شوو غړو سوګند قانوني دے ٬ سپيكر كه سوګند نه نه اخلي نو چيف جسټس ترې پخپله سوګند اخستلے شي يا بل څوك نامزد كولې شي، د خبريالانو د تحفط بل سېنېټ ته وړاندې كړے شوے ٬ د بل په منظورېدو به د خبريالانو ورځنۍ مسئلې حل شي٬ 9 مئي …
د صوبائي اسمبلۍ د نوو ټاكلے شوو غړو سوګند قانوني دے ٬ سپيكر كه سوګند نه اخلي نو چيف جسټس ترې پخپله سوګند اغستلے شي، 9 مئي يوه توره ورځ وه۔ د پيپلز پارټۍ مشرانو پرېس كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي مشرانو وئيلي دي د صوبائي اسمبلۍ د نوو ټاكلے شوو غړو سوګند قانوني دے ٬ سپيكر كه سوګند نه نه اخلي نو چيف جسټس ترې پخپله سوګند اخستلے شي يا بل څوك نامزد كولې شي، د خبريالانو د تحفط بل سېنېټ ته وړاندې كړے شوے ٬ د بل په منظورېدو به د خبريالانو ورځنۍ مسئلې حل شي٬ 9 مئي يوه توره ورځ وه ٬ په دغې كښې هېڅ شك نشته٬ تحريك انصاف دې پخپلو كړو شرم او معذرت وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر لارښود سليم مانډوي والا، سينيټر شهادت علي اعوان او سينيټر پلوشه خان د شورو په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ سينيټر سليم مانډوي والا ووئيل د خبريالانو د تحفط بل سېنېټ ته وړاندې كړے شوے ٬ د بل په منظورېدو به د خبريالانو امروزه مسئلې حل شي٬ كمېشن به د ټولو خبريالانو د مسئلو د حل كولو اختيار لري ، پيپلز پارټي په ټولو څانګو كښې خپل كردار لوبوي۔ ده ووئيل دوېم بل د كېنسر مسئلې لپاره منظور كړے شوے٬ دلته په كورونا كښې علاج رپورټ كېدو٬ د كېنسر د رجسټرېشن يو نظام دې هم جوړ كړے شي ٬ كوم چې به يوازې وفاق لپاره نه ګرد هېواد لپاره وي٬ پرمختګ كړو هېوادونو كښې ډيټا موجود ده خو پاکستان كښې نشته٬ ده ووئېل د كېنسر د وجوهاتو او علاماتو به ډېټا جمع كولې شي۔ په دې موقع سينيټر شهادت علي اعوان ووئيل د سوګند پورته كولو طريقه كار موجود دے٬ سپيكر كه سوګند نه نه اخلي نو چيف جسټس پخپله ترې سوګند اخستلے شي يا بل څوك نامزد كولې شي٬ ده ووئېل صوبائي اسمبلۍ كښې د نوو ټاكلے شوو غړو سوګند قانوني دے۔ ده ووئيل په ميډيا كښې پاتې كېدو لپاره ناسمې ډنډورې كېږي٬ د 27م بدلون لا هېڅ امكان نشته۔ په دې موقع سينيټر پلوشه خان ووئيل 9 مئي يوه توره ورځ وه ٬ په دغې كښې هېڅ شك نشته٬ په دغه ورځ د رياست په ضد د بغاٶت منصوبه جوړه شوې وه۔ دې ووئيل عدالتونه خپل كار كوي٬ په دې مونږ اعتراص نه لرو۔ دې ووئيل كوم سياسي كاركنان چې د 9 مئي په پېښو كښې ككړ وو د ھغوي په ضد به كاروائي نه كېږي٬ تحريك انصاف دې پخپلو كړو پښمانه كېدو سره معذرت وكړي








