داسې نړۍ چرته چې وېش او چيلنجونه زياتيږي٬بايد مونږ د تصادم په ځاے مرستي او د طاقت په ځاے سفارتكارۍ ته پام لرنه وكړو، پاكستان په شريك اهداف وړاندې تللو لپاره ټولو سره په ګډه كار كولو ته چمتو دے۔نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار

نيويارك 23 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي داسې نړۍ چرته چې تقسيم او چيلنجونه زياتيږي٬بايد مونږ د تصادم په ځاے مرستي او د طاقت په ځاے سفارتكارۍ ته پام لرنه وكړو، پاكستان په شريك اهداف پيش قدمۍ لپاره ټولو سره په ګډه كار كولو له چمتو دے،زمونږ د خارجه پاليسۍ بنيادي ستن ګڼ اړخيزه او د ملګرو ملتونو سره قوي لوظ …

نيويارك 23 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي داسې نړۍ چرته چې تقسيم او چيلنجونه زياتيږي٬بايد مونږ د تصادم په ځاے مرستي او د طاقت په ځاے سفارتكارۍ ته پام لرنه وكړو، پاكستان په شريك اهداف پيش قدمۍ لپاره ټولو سره په ګډه كار كولو له چمتو دے،زمونږ د خارجه پاليسۍ بنيادي ستن ګڼ اړخيزه او د ملګرو ملتونو سره قوي لوظ دے،د ملګرو ملتونو د چارټر مقاصد او اصول، په خاص توګه د شخړو امناكه هوارے او د طاقت كارولو يا دھړكو څخه ډډه كول د نړيوال انصاف لپاره ضروري دي ،زمونږ رهنما اصول به د پاكستان په صدارت كښې دستورو لپاره كليد وي۔ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غړو،ميلمنو او نورو ګډون كوونكو هركلې كولو سره ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د پاكستان د صدارت جشن لمانځلو سره د هر كلي دستوره كښې ټولو ته ښه راغلاست وئيل زما لپاره د خوشحالۍ خبره ده۔ده ووئيل د پاكستان خارجه پاليسۍ بنيادي ستن ګڼ اړخيزه او ملګرو ملتونو سره زمونږ قوي لوظ دے۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو چارټر كښې درج مقاصد او اصول په خاص توګه د شخړو امناكه هوارے او د طاقت كارولو يا دھړكو څخه ډډه د نړيوال انصاف لپاره ضروري دي ،دغه رهنما اصول زمونږ د رواني مياشتي په صدارت كښې د سلامتي كونسل كار كه هغه مباحثے وي يا عملي اقدامات زمونږ شراكت له مهم شكل وركوي۔ محمد اسحاق ډار ووئيل نن په نړۍ كښې زيات شوے خفګان او د شخړو په دور كښې نه هوارې شوې شخړې، د زړو شخړو هوارول، يو اړخيزه اقدامات او د نړيوال قانون د خلاف ورزيو نتيجې په ټولو منطقو كښې محسوسيږي،مونږ باور لرو چې نړيوال امن او سلامتيا يواځې د شخړو په امناكه حل، په جامع مكالمه او د نړيوال قانون په احترام ترلاسه كيدے شي۔په دې تناظر كښې لكه څنګه چې تاسو ته معلومه ده پاكستان په خپله مشرۍ كښې درې ترجيحات ته پام لرنه كوي ، وړومبۍ د شخړو امناكه هوارے چې د ملګرو ملتونو د چارټر بنيادي اصول دي خو هغه زياتره نظر انداز كيږي د كومو چې په اعليٰ مباحثه او د سلامتي كونسل متفقه قرارداد 2788 كښې د ترجيح عكاسي شوې۔ دويم كثير الجهتي ،مونږ دا ګڼ كثير الجهتي د غږ په ځاے يو ضرورت ګڼو، بايد سلامتي كونسل يواځې د غبرګون ايوان نه بلكه د مخنيوي ، د مسئلو حل او د اصولي قيادت فورم وي۔ ده ووئېل دريمه د ملګرو ملتونو او سيمه ايزو تنظيمونو ترمينځه مرسته ، په خاص توګه د اسلامي مرستي تنظيم (او آئي سي) كوم چې 57 غړو هېوادونو سره د نړيوال امن تعمير كښې يو مهم شراكت دار دے،مونږ په 24 جولائي د او آئي سي سره كيدونكي غونډه كښې د دې مرستي لا زياتولو ته منتظر يو۔ خارجه وزير محمد اسحاق ډار ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو او ټولي نړۍ كښې امن او پرمختګ شريك مقاصدون مخ په وړاندې بوتللو له غړو هېوادونو، ملګرو او شراكت دارو سره په فعاله ډول مصروف يو۔ده ووئيل پاكستان موسمياتي بدلون او د پرمختګ نړيوالي مباحثې كښې يو مهم غږ دے ٬ مونږ د ملګرو ملتونو درې ستنو امن و سلامتيا، پرمختګ او د بشري حقونو قوي كولو وكالت كړے او د نړيوالي ادارې د اصلاحات مو مرسته كړې۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير ووئيل پاكستان 2026-28 لپاره د بشري حقونو كونسل ټاكنو كښې خپله اميدوار وړاندې كړے د كوم چې د اسياﺀ پيسيفك ګروپ ملاتړ كړے ، مونږ ستاسو قيمتي مرستې لپاره هيله لرو۔ده ووئيل زمونږ د بشري حقوق كونسل سره تعلق ټي آر يو سي اي (رواداري، احترام، عالمګيريت، اتفاق او د مشغوليت) په تصور اډانه دے۔ محمد اسحاق ډار ووئيل آخر كښې زما دا پيغام دے چې يوه داسې نړۍ چرته چې تقسيم او چيلنجونه زياتيږي،بايد مونږ د تصادم په ځاے مرستي او د طاقت په ځاے سفارت كارۍ ته پام لرنه وكړو، پاكستان دې شريك اهداف مخ په وړاندې بوتللو لپاره د ټولو سره په ګډه كار كولو له چمتو دے۔

مزید خبریں