اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې په خېبرپښتونخوا كښې په ضم شوو قبائيلي ضلعو كښې د جرګې نظام او سول انتظاميه مضبوطولو په اړه د اعلٰې كچ كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د صوبې ګورنر فېصل کريم کنډي، د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ، وزير مملکت طلال چوهدري، د كشمير چارو …
د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې په ضم شوو قبائيلي ضلعو كښې د جرګې نظام او سول انتظاميه مضبوطولو په اړه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې په خېبرپښتونخوا كښې په ضم شوو قبائيلي ضلعو كښې د جرګې نظام او سول انتظاميه مضبوطولو په اړه د اعلٰې كچ كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د صوبې ګورنر فېصل کريم کنډي، د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ، وزير مملکت طلال چوهدري، د كشمير چارو سيکرټري ظفر حسن، د داخله چارو سپيشل سيکرټري داٶد بړيڅ، د اوورسيز سيکرټري، پخواني چيف سيکرټري شکيل دراني، د صوبې آئي جي پوليس او د بېلا بېلو وزارتونو سينئر چارواكو ګډون وكړو ۔ د غونډې اعلاميه له مخې دا كمېټۍ د آئيني بدلون يوه نوې مسوده جوړوي او نه د پخوانۍ فاټا انضمام ختموي او نه د اېف سي آر په بحالۍ غور كوي، په دې لړ كښې خپرې شوې ټولې ډنډورې بې بنسټه دي٬ د کمېټۍ اصل مقصد په ضم شوو ضلعو كښې اولس ته سمدستي او ارزان انصاف وركول٬ د هغوي ترقۍ او خوشحالي او ګډون باوري كولو په اړه سفارشات مرتب كول دي لكه څنګه چې ضم شوې ضلعې د خېبرپښتونخوا برخه دي ٬ دې لپاره به دا سفارشات صوبائي واكمنو ته استولې شي دغسې چې ضم شوو ضلعو ته د نورو سيمو برابر سهولتونه وركړے شي۔








