اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د هېواد معيشت ښه كول او پرمختګ لپاره په زيان د روانو قامي ادارو نجكاري ضروري ده ٬ په خساره د روانو قامي ادارو نجكاري د هېواد معيشت ښه كېدو او پرمختګ لپاره ضروري ده ،د نجكارۍ عمل موثره٬ جامع او په تندۍ سره بشپړولو ته حكومت پاملرنه كوي٬ د ټاكلو ادارو په نجكارۍ كښې دې ټول قانوني …
د هېواد معيشت ښه كول او پرمختګ لپاره په زيان د روانو ادارو نجكاري ضروري ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف د سركاري ملكيتي ادارو د نجكارۍ پيشرفت په اړه د جاج اغستو غونډې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د هېواد معيشت ښه كول او پرمختګ لپاره په زيان د روانو قامي ادارو نجكاري ضروري ده ٬ په خساره د روانو قامي ادارو نجكاري د هېواد معيشت ښه كېدو او پرمختګ لپاره ضروري ده ،د نجكارۍ عمل موثره٬ جامع او په تندۍ سره بشپړولو ته حكومت پاملرنه كوي٬ د ټاكلو ادارو په نجكارۍ كښې دې ټول قانوني پړاٶنه او د سپېځلتيا تقاضې ترسره كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د سركاري ملكيتي ادارو نجكارۍ د پيشرفت په اړه د غونډي مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو سردار اوېس خان لغاري، احد خان چيمه، د نجكارۍ كمېشن چيئرمېن محمد علي، وزير مملكت بلال اظهر كياني او نورو اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د قامي ادارو په قيمتي زمكو قبضه به په هيڅ صورت ونه زغملې شي ، د نجكارۍ په پړاٶ كښې دې د قامي ادارو د قېمتي زمكو د تصفيې په مهال هر ډول ممكن احتياط وكړے شي، د ذكر شوو ادارو مرحله وار نجكارۍ هدفونه دې د ماركيټ معاشي ماحول له مخې مقرر كړې شي دغسې چې قامي خزانه د ممكنه زيان څخه په هر صورت اوساتلې شي۔ ده ووئيل د نجكارۍ په مراحلو كښې د غير ضروري عناصرو خاتمې لپاره به د نجكاري كميشن ته د قانون له مخې بشپړه خپلواكي وركولې شي ، په ټولو پريكړو دې موثر او بشپړ عملدرآمد باوري كړے شي، د نجكارۍ په كمېشن كښې د روان كار د پېشرفت به په رسمي توګه پخپله نګراني كوم۔ وزيراعظم ته په كال 2024 كښې د نجكارۍ په فهرست كښې د شاملو ادارو د نجكارۍ په پيشرفت بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول د نجكارۍ كمېشن دې د ټاكلو ادارو مرحله وار نجكارۍ كښې قانوني، مالياتي او شعبه جاتي تقاضې تر نظره اوساتي،د ټاكلو ادارو مرحله وار نجكاري به كابينه څخه د منظور شوي پروګرام له مخې په ټاكلي وخت كښې بشپړولې شي، پي آئي اے، د برېښنا د ترسيل كمپنو (ډسكوز) پشمول د نجكارۍ په فهرست كښې شاملو د ټولو ادارو نجكاري به د مقرره معاشي، اداراجاتي او انتظامي هدفونو له مخئ كېږي۔








