د 9 مئي پېښې فالس فليګ نه بلكې د پي ټي آئي د مشرانو د اعمالو نتيجه ده٬جيو فينسنګ او د شواهد په بنياد د پلټنو نه پس سزا اورولې شوې۔طلال چوهدري

اسلام آباد۔ 23 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي د 9 مئي 14 پېښو كښې يوه د لاهور سرور سړك د هلې ګلې كولو د كيس وه چې پكښې 6 ككړو كسانو ته په كوټلو شواهد او حقائق سزاګانې اورولې شوي او 8 بري شول ٬ د 9 مئي پېښې فالس فليګ نه بلكې د پي ټي آئي د مشرانو د اعمالو نتيجه ده٬فيس …

اسلام آباد۔ 23 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري وئېلي دي د 9 مئي 14 پېښو كښې يوه د لاهور سرور سړك د هلې ګلې كولو د كيس وه چې پكښې 6 ككړو كسانو ته په كوټلو شواهد او حقائق سزاګانې اورولې شوي او 8 بري شول ٬ د 9 مئي پېښې فالس فليګ نه بلكې د پي ټي آئي د مشرانو د اعمالو نتيجه ده٬فيس بك٬سوشل ميډيا٬انسټاګرام او په ټويټر خپل اپ لوډ شوي عكسونه٬ويډيوز٬فاتحانه وېناګانې او بيانات نن هم كتلے شې ٬جيو فينسنګ او د نورو شواهدو په بنياد د شوو پلټنو نه پس دا سزاګانې اورولې شوي٬ دغسې د 9 مئي د نورو مقدمو پريكړه به هم ډېر زر اوشي۔داخله وزير مملكت طلال چوهدري د 9 مئي مقدمه كښې د عدالتي پريكړې راتللو نه پس د پي ټي آئي لارښودو په تنقيدي بيانات خپل غبرګون كښې ميډيا ته ووئېل د 9 مئي ملزمانو ته د شواهد په بنياد سزا اورلې شوي ٬په دې پېښو كښې په 82 پوليس اهلكارو تشدد شوے او ژوبل شوي ٬ د لاهور په سرور سړك هنګامه كښې سركاري املاك ته اور ورته كړے شوے ۔ده ووئيل د پي ټي آئي قهر جنې ډلې په سوشل ميډيا پخپله ويډيوز اچولي ٬ د ويډيوز په بنياد د بريد كوونكو شناخت شوے ٬دا ټول خلق د سوشل ميډيا د لارې خپلو لارښودو سره په رابطه كښې وو۔ده ووئيل په 9 مئي لاهور كښې 14 پېښې شوي ٬ د جناح هاؤس پشمول نورو پېښو كښې املاك سوځولے شوے ٬په جناح هاؤس سوځولو فاتحانه تقريرونه شوي۔ ده ووئېل دا پیښې د پاكستان په تاريخ كښې افسوس ناكې او شرمناكې دي۔ده ووئيل په دې ورځ يو سياسي ګوند د پاكستان په تاريخ كښې يو داسې انتشار راجوړ كړے او بغاوت يې كړے د كوم چې په ماضي كښې مثال نه ترلاسه كيږي٬ ده ووئېل دلته يو څو حقائق د قام په وړاندې ږدم٬اوس شور كوي چې دا ناانصافي ده ٬دا سزاګانې په سياسي بنياد نه دي وركړې شوي كومې چې بيخي غلطې نه دي۔ وزير مملكت طلال چوهدري چوهدري ووئيل د مئي په 9مه نيټه لاهور كښې په 14 ځايونو پېښې شوي چې پكښې جناح هاؤس سوځولے شوے٬سركاري او نجي املاك سوځولې شوي چې پكښې 82 پوليس اهلكار سخت ژوبل شوي هم دي ٬په دې كښې ډي آئي جي هم شامل ؤ د كوم چې يوه سترګه ضائع شوې او ډېر اهلكار تل لپاره معذوره شوي ۔ده ووئيل په 14 ځايونو چې كومې پیښې شوې په هغې كښې يوه مقدمه د سرور سړك د هنګامې ده چې پكښې سركاري ګاډي سوځولې شوي ٬ په دغه كښې 14 ملزمان نامزد وو چې پكښې 6 ملزمانو ته د پلټنو نه پس سزا اورولې شوې او د سزا لپاره چې كوم شواهد ته ضرورت ؤ هغه كه چرې موجود نه وو نو چرته به هم سزا نه وركرې كېده ٬ لكه څنګه چې 8 كسان بري شول ۔ده ووئيل يو څو حقائق ستاسو ته وړاندې ږدم چې لاهور كښې د مئي په 9مه نيټه چې په كومو ځايونو د پي ټي آئي خلق د مشرتابه په وينا د خپل ځايې مشرتابه په مشرۍ كښې رايوځاے شوي وو په دې كښې عثمان پارك٬زمان پارك٬دهرم پوره٬مغل پوره او لبرټي چوك شامل وو٬د دې نه وړاندې د ټولو سمت يو ؤ ٬دا ټول جناح هاؤس ته رارسېدلې٬ټول په يو وخت رايوځاے شوي٬مشران دوي سره په رابطه كښې وو د كوم ثبوت چې د هغوي په خپل سوشل ميډيا اكاؤنټس موجود دے٬ په فيس بك٬انسټاګرام٬ټويټر هغوي خپلې ويډيوز اچولې٬مشرانو د تقريرونو د لارې خلق انتشار ته راپرول۔ده ووئيل د ويډيوز٬تقارير٬ د عكسونو فرانزك شوے ٬نادرا سيف سټي كيمرو څخه رهنمائي اغستې ٬ د نورو ډېرو ټي وي چينلز ويډيوز هم اخستلې شوي ٬ د هغې نه پس شناخت كړے شوي ٬ او جيو فینسنګ شوے چې پكښې دا ثابته شوې چې دوي د خپلو مشرانو سره په رابطه كښې وو٬ ده ووئېل د دې خلقو چې كوم كميونيكېشن ؤ٬د هغې ريكارډ عدالت ته وړاندې كړے شوے او د دې ټولو كوټلو شواهد په بنياد دا پريكړه راغلې٬۔ده ووئيل د نورو كيسونو پريكړې هم ډېرې زر پكار دي دغسې چې انصاف وكړے شي۔

مزید خبریں