اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي )د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي پاكستان ريلويز كښې ديانت٬محنت او په قامي جذبه وظيفه ترسره كول د وخت مهم ضرورت دے٬پاكستان ريلوے جديد٬فعاله او اولس دوسته اداره جوړولو لپاره كوټلې او د نتيجې وړ هڅې ضرورې دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې نوي اهداف٬ د پشكال تګلارې او د قامي ولولې …
پاكستان ريلويز كښې ديانت٬محنت او په قامي جذبه وظيفه تر سره كول د وخت مهم ضرورت دے ۔ محمد حنيف عباسي

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي )د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي پاكستان ريلويز كښې ديانت٬محنت او په قامي جذبه وظيفه ترسره كول د وخت مهم ضرورت دے٬پاكستان ريلوے جديد٬فعاله او اولس دوسته اداره جوړولو لپاره كوټلې او د نتيجې وړ هڅې ضرورې دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې نوي اهداف٬ د پشكال تګلارې او د قامي ولولې په اقدامات زور راوړولو سره وفاقي وزير ووئېل د پشكال خطرو څخه بچ كېدو لپاره د ټولو ريلوے پلونو٬پټلو او د انفراسټركچر دې سمدستي معائنه وكړې شي او د كومې هم ممكنه پیښې څخه بچ كېدو لپاره دې پيشګي حفاظتي اقدامات باوري كړے شي۔ده ووئيل د مسافرو او عملې د ځان او مال تحفظ زمونږ وړومبې قامي ذمه واري ده٬ د پاكستان ريلوے پرمختګ او اولسي خذمات زمونږ مشن دے” د صاف پنجاب٬”كمپائن له مخې د ريلوے سټيشنز رنګ و روغن روان دے۔ده ووئيل په ريلوے سټېشنز جديد د صفائۍ نظام٬ويسټ منيجمنټ او د صفائۍ تسلسل باوري كوو۔ د ټكټ نه بغېر د سفر كوونكو په ضد د كمپائن چلولو اعلان كولو سره ده ووئيل د ټكټ نه بغېر سفر كوونكې او هغه ته د سفر آسانۍ وركوونكې به دواړه زندان ته ځي۔په دې لړ كښې ده مسافرو ته د مرستې خواست كولو سره ووئېل ريلوے زمونږ قامي اثاثه ده٬د دې حفاظت زمونږ ذمه واري ده۔په غونډه كښې ټول ډي ايس صاحبان آن لائن ګډون وكړو او د ريلوے نظام ښه والي لپاره يې د جامع اقدامات د عزم پخلے وكړو ۔








