د پاکستان او برتانيې ترمينځه شوې اوسنۍ تجارتی خبرې به دواړو ډلو له ګټه ورې وګرځي۔ د وزیراعظم شهباز شریف د برتانيې هائي کمشنر جین میریټ سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد 23 جولائی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهبازشریف پاکستان او د برطانيې ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمینان څرګندوني كولو سره وئيلي دي د پاکستان او برطانيې ترمينځه شوې اوسنۍ تجارتی خبرې به دواړو ډلو لپاره ګټه ورې وګرځي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهبازشریف سره پاکستان كښې د برطانيې هائی کمشنر جین میریټ د شورو په روځ ملاقات …

اسلام آباد 23 جولائی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهبازشریف پاکستان او د برطانيې ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمینان څرګندوني كولو سره وئيلي دي د پاکستان او برطانيې ترمينځه شوې اوسنۍ تجارتی خبرې به دواړو ډلو لپاره ګټه ورې وګرځي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهبازشریف سره پاکستان كښې د برطانيې هائی کمشنر جین میریټ د شورو په روځ ملاقات کړے۔ وزیراعظم د کنګ چارلس سوئم او د برطانيې وزیراعظم کیئر سټارمر لپاره د نيكو هيلو څرګندونې كولو سره ووئيل د سږ كال په آخر كښې د برطانيې قیادت سره ملاقات ته سترګي په لاره يو۔ده د برطانيې حکومت د اړخه د پی آئی اے پروازونو د بحالولو پريكړې هركلي كولو سره ووئيل دې مثبت پیشرفت سره به د پاکستانۍ کمیونټۍ ستونزې ختمې او خپلو كښې رابطي زياتي شي۔ ده په دې لړ كښې د هائی کمشنر مثبت کردار په خاص توګه وستائېلو۔وزیراعظم د پاکستان او برطانيې ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې په مثبت رفتار د اطمینان څرګندوني سره ووئيل د پاکستان او برطانيې ترمينځه شوې اوسنۍ تجارتي خبرې به د دواړو ډلو لپاره ګټه ورې ثابتې شي۔ده ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل كښې هم د برطانيې سره نزدې مرسته كوي د كوم چې دا مهال پاکستان صدارت كوي۔ملاقات كښې سوئيلي اسياﺀ او د مينځني ختيز په سيمه ايز صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ وزیراعظم پاك هند تاؤ ترېښوالي كښې كمي لپاره د برطانيې کردار ستائېلو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان هند سره ټولي شخړې د خبرو اترو د لارې حل كولو له چمتو دے۔د برطانيې هائي کمشنر وزیراعظم د لندن خپلي دورې په اړه خبر كړو چرته چې هغه د پاكستان او برطانيې ترمينځه د اړيكو به لا قوي كولو پراخه مشاورت وکړو ۔د برطانيې هائی کمشنر د وزیراعظم وژن او مشرۍ كښې په تير يو نيم كال كښې د حکومت معاشي کارکردګی وستائېله چې ورسره په ټولو مهمو میکرو اکنامك اشارو كښې ښكاره ښه والے راغلے۔ ملاقات كښې د برطانيې هائی کمشنر د وزیراعظم سره د سوئيلي اسياﺀ او مينځني ختيز كښې په سيمه ايز پیشرفت د برطانيې نقطه نظر په اړه خبرې وكړې۔

مزید خبریں