اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د ټيکس نظام كښې ښه والي سره آمدن زياتولو او په عام وګړي د ټيکس بار کمولو ته پام لرنه كوو،د ايف بي آر اصلاحات اطلاق كښې کاروباري حضرات، سوداګره ورورولۍ او د ټيکس وركوونكو آسانۍ ترنظره ساتلې شوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ فيډرل بورډ آف ريونيو(ايف بي آر) كښې د اصلاحات په …
د ټيکس نظام كښې ښه والے راوستلو سره د هېواد آمدن زياتولو او په عام وګړي د ټيکس بار کمولو ته پام لرنه كوو۔وزيراعظم محمد شهبازشريف

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د ټيکس نظام كښې ښه والي سره آمدن زياتولو او په عام وګړي د ټيکس بار کمولو ته پام لرنه كوو،د ايف بي آر اصلاحات اطلاق كښې کاروباري حضرات، سوداګره ورورولۍ او د ټيکس وركوونكو آسانۍ ترنظره ساتلې شوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ فيډرل بورډ آف ريونيو(ايف بي آر) كښې د اصلاحات په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ، د اکنامك افيئرز ډويژن وفاقي وزير احد خان چيمه، د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ،د ايف بي آر چيئرمېن او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔وزيراعظم ووئيل د ايف بي آر اصلاحات څخه د ټيکس نظام ښه والے خوشبينه دے، عصري تقاضو سم نظام جوړولو له دې په ټاكلې موده كښې اقدامات باوري كړے شي، د اهداف سر كول مثبت دي خو نورې خوارۍ كولو ته اړتيا ده۔ده سپارښتنه وكړه د ايف بي آر ډيجيټائزيشن سره د اهداف سر كولو له معاونت تر لاسه شو ٬ ځكه دا په مستقل بنيادونو يو تل پاتي نظام جوړولو له دې اقدامات باوري كړې شي او د غير رسمي معيشت مخنيوي لپاره دې د انفورسمنټ په حقله لا اقدامات وكړے شي، ده ووئېل د ايف بي آر ډيجيټل ونګ بيا د سره تشكيولو له دې جامع تګلارې سره د اهداف سر كولو وخت وښودلے شي، ده امر وكړو د ايف بي آر اصلاحات كښې د کاروباري حضرات، سوداګري ورورولۍ او ټيکس وركوونكو سهولت تر نظره وساتئ٬ اصلاحاتي عمل كښې به د تول سټيك هولډرز مشاورت او د هغوي د تجاويز شموليت باوري كولې شي،د ټيکس نظام ښه والي سره د هېواد آمدن كښې اضافه او په عام وګړي د ټيكس بار کمولو ته پام لرنه كوو۔ غونډي ته ايف بي آر اصلاحات، اقدامات نتيجو او د تير مالي كال اهداف په اړه بريفنګ وركړے شو۔غونډي ته ووئيل شول د ايف بي آر انفورسمنټ اقدامات او نورو اصلاحاتو په سوب د 2024 په نسبت 2025 كښې د جي ډي پي تناسب سره د ټيکس وصولولو شرح كښې 1.5 فيصده تاريخي اضافه شوي،د 2024 په مقابل كښې مالي كال 2025 كښې تر 30 جون د ټيکس ګوشوارو جمع کوونكو شميره 45 لكهه څخه په زياتيدو 72 لکهه څخه زياته شوي،ايف بي آر فيس ليس کسټمز کليئرنس سسټم سره نه يواځي ټيکس آمدن زيات شو بلکه د راروانو 3 مياشتو د کليئرنس وخت 52 ساعته كمولو سره يواځې 12 ساعته ته راوستلے شو ، دغسې ريټيل سيکټر كښې د 2024 په نسبت تر 30 جون 2025 آمدن د ټيکس په لړ كښې 455 اربه روپو څخه زيات تر لاسه شوے، د ريټيل څانګي ټيکس كښې اضافه د پوائنټ آف سيلز اطلاق، ريټيلرز سسټم د ايف بي آر سره هم آهنګ کولو او د انفورسمنټ په سوب ممکن شوې،فيس ليس سسټم كښې نظر ثانۍ لپاره خصوصي نظام معارفي شوے٬ د اقداماتو په سوب په درآمدات ويټډ ايوريج ټيرف كښې 2.16 فيصده كمے راغلے چې ورسره د صنعتونو خام مال لګښت كښې كمے او مينو فيکچرنګ څانګي ته آسانۍ ترلاسه شوي،ټيکس اصلاحات او د معيشت څانګو ډيجيټائزيشن كښې د نړيوالو پوهانو تجاويز ههم شاملولې شي،۔غونډي ته د ايف بي آر لا اصلاحات په اړه تجاويز وړاندې كړے شو۔ وزيراعظم د ايف بي آر د چارواكو او اصلاحات عمل كښې د شاملو افسرانو او اهلكارو هڅي وستائېلي۔








