اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د آسټريا موده تر سره كونكي سفير اينډريا وِکے ايوانِ صدر كښې د مخ ښې ملاقات کړے، صدرِ مملکت د دوه اړخيزه اړيكو وده كښې د سفير د خذمات ستائنه وكړه ۔د ايوانِ صدر پرېس وِنګ د اړخه د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې ملاقات كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي هم …
صدر مملکت سره د آسټريا موده تر سره كونكې سفير ايوانِ صدر كښې ملاقات،آصف علي زرداري د شريكو اړيكو په وده كښې د اينډريا وکے خدمات وستائېل

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د آسټريا موده تر سره كونكي سفير اينډريا وِکے ايوانِ صدر كښې د مخ ښې ملاقات کړے، صدرِ مملکت د دوه اړخيزه اړيكو وده كښې د سفير د خذمات ستائنه وكړه ۔د ايوانِ صدر پرېس وِنګ د اړخه د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې ملاقات كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي هم موجود ؤ۔ صدرِ مملکت د دوه اړخيزه اړيكو وده كښې د آسټرين سفير خدمات وستائېل۔ده ووئيل پاکستان آسټريا سره اړيكي مهمي ګڼي، دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي مرستي ودې وركولو ته اړتيا ده۔ صدر مملکت ووئيل د آسټريا سرمايه کار د پاکستان سياحتي څانګه كښې د سرمايه کارۍ موقعو څخه ګټه پورته كولې شي، پاکستان د آسټريا د الپائن ټوورازم پوهي څخه استفاده کولې شي۔ صدر مملکت ووئيل د آسټريا کمپنۍ د پاکستان تربيت يافته آئي ټي پوهانو خذمات څخه ګټه پورته كولې شي۔ده د آسټريا صدر لپاره د نيكو هيلو پيغام هم وركړو۔ دغسې صدر مملکت موده پوره كونكې سفير اينډريا وِکے له په ښه ډول په ذمه وارۍ ترسره كولو مباركي وركړه۔








