اسلام آباد۔ 23 جولائي (اے پي پي )د سېنېټ چئيرمېن سيد يوسف رضا كېلاني د سينئر سياستمدار او د پنجاب پخواني ګورنر ميا اظهر په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ نه جاري بيان تر مخه سيد يوسف رضا ګېلاني ووئېل د ميا اظهر سياسي خدمات به عمر له ياد ساتلے شي٬ هغه يو مدبر سياستمدار ٬ اولسي نمائنده او د قامي مفادات د تحفظ علمبردار …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د سينئر سياستمدار ميا اظهر په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 23 جولائي (اے پي پي )د سېنېټ چئيرمېن سيد يوسف رضا كېلاني د سينئر سياستمدار او د پنجاب پخواني ګورنر ميا اظهر په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ نه جاري بيان تر مخه سيد يوسف رضا ګېلاني ووئېل د ميا اظهر سياسي خدمات به عمر له ياد ساتلے شي٬ هغه يو مدبر سياستمدار ٬ اولسي نمائنده او د قامي مفادات د تحفظ علمبردار ؤ٬ هغه عمر له جمهوري روايات ٬ پارلماني اقدار او د اولس ښېګره مقدم لرله ۔ د هغه په حق رسېدل د هېواد لپاره لوي زيان دے۔ د سېنېټ چيئرمېن د حق رسېدلي كورنۍ سره د زړه نه خواخوږي او د غمرازۍ څرګندونه كولو سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې ميا اظهر له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غم جنۍ كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔








