
رياض۔09 جولائي (اے پي پي) د سعودي ولي عهد وزيراعظم شهزداه محمد ېن سلمان سره د نهې په ورځ جده كښې السلام پېلس كښې د ايران خارجه وزير عباس عراقچي ملاقات وكړو۔ د ايس پي اے تر مخه ملاقات كښې د دواړو هېوادونو تر مينځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغستلے شو او د منطقې په صورتحال او په دې اړه په كېدونكو هلو ځلو خبرې اترې وشوې۔ د سعودي ولي عهد دا هيله څرګنده كړه چې د جنګ بندۍ لوظنامه به منطقه كښی د امنيت او استحكام برقرار ساتلو كښې مرستياله ثابت شي۔ ده د سفارتي حل مرستې له د سعودي عرب د زوړ موقف پخلے وكړو او سيمه ايزې شخرې او تاو كمولو لپاره يې د خبرو اترو په اهميت زوور راوړو۔ د ايران خارجه وزير د اسرائيل د بريد غندنه كښې د مملكت د موقف ٬ د منطقې په امنيت او استحكام برقرار ساتلو په حقله د سعودي ولي عهد د هلو ځلو ستائنه وكړه۔