
اسلام آباد08 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د قامي اسمبلۍ غړو چوهدري ذوالفقار علي بھنډر، شاهد عثمان ابراهیم، سعد وسیم اختر شیخ او د قامي اسمبلی پخواني غړې عابد رضا کوټلاكي جلا جلا ملاقاتونه كړې دي ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ غړو حكومتي پالېسيو په سبب په هېواد كښې په اوسني معاشي استحكام وزيراعظم ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔په ملاقات كښې د اړوندو سيمو په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په دې موقع رانا مبشر اقبال او خاص مرستيال طلحه بركي هم موجود وو