
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د دوست هېوادونو د سرمايه كارۍ اقدامات جاج اخستو لپاره د نهې په ورځ د يوې غونډې مشري وكړه۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬د ايس اي سي پي چيئرمېن٬٬د سټيټ بانك دوهم ګورنر او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔په غونډه كښې د بنيادي ډهانچې٬توان٬پېټروليم او اقتصادي پرمختګ پشمول مهمو څانګو كښې غېر ملكي سرمايه كارۍ ته په آسانۍ وركولو خبرې وشوې۔نائب وزيراعظم د سرمايه كارۍ جامع اقتصادي نتيجو له د حكومتي عزم تصديق كولو سره اداره جاتي هم غږۍ او د رفتار تندولو د عملدرآمد په ضرورت زور راوړو