د ډيټا موثر استعمال څخه تل پاتي پرمختګ ممكن دے۔شزه فاطمه خواجه

اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئېلي دي ډيټا موثر استعمال څخه پائيدار پرمختګ ممكن دے٬ډيجيټل نېشن پاكستان ايكټ يو انقلابي قانون سازي ده كومه به چې ډيټا ايكسچېنج او انټر آپريبلټي نظام جوړ كړي٬مونږ د آئي ټي ٬ډيټا او ټېكنالوجۍ د لارې د ماحولياتي خطرو مخ نيوي لپاره پنځه نكاتي فريم ورك جوړ كړے ۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د موسمياتي چېلنجونو قامي كنفرنس ته كليدي خطاب په مهال وكړه ۔دې ووئيل د آئي ټي څانګه په تندۍ سره پرمختګ كوي٬د ډيټا موثر استعمال څخه پائيدار پرمختګ ممكن دے۔دې ووئيل پالېسي او فيصله سازۍ كښې ډيټا كليدي كردار ادا كوي۔ډيجيټل نېشن پاكستان ايكټ يو انقلابي قانوني سازي ده كومه به چې ډيټا ايكسچېنج او انټرآپريبلټي نظام جوړ كړي۔دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف پخپله د ماحولياتي چېلنجز مخ نيوے مهم ګڼي او د اړوندو غونډو مشري كوي٬مونږ د آئي ټي٬ډيټا او ټېكنالوجۍ د لارې ماحولياتي خطرو مخ نيوي لپاره پنځه نكاتي فريم ورك جوړ كړے دے