
اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي د استحکام نه پس اوس زمونږ هدف د هېواد د معیشت پرمختګ ، برآمدات زياتول ، روزګار وركول، صنعتي پرمختګ او هېواد كښې بهرنۍ سرمایه كارۍ ته وده وركول دي ،د پرمختګ دا اوږد مزل به مونږ په خوارۍ كولو او په شريكه مرسته ترسره كوو۔د نهي په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بیان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د صنعتی څانګي نوموړو کاروباري شخصیات ملاقات کړے ،ملاقات كښې د معیشت او صنعت پرمختګ، برآمدات كښې اضافه او د کاروباري ورورولۍ مسئلو په حل كولو مشاورت وشو۔د هېواد نوموړو کاروباري شخصیات د هېواد په معاشی استحکام له د وزیراعظم د قیادت او حکومتی معاشی ډلي هڅي وستائېلي۔وزیراعظم د ګډون كوونكو هركلے وكړو۔وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل د معاشی استحکام كريډټ حکومتی ډلي ته ترلاسه دے، استحکام نه پس هدف د هېواد د معیشت پرمختګ ، برآمدات كښې اضافه ، روزګار وركول، صنعتی پرمختګ او هېواد كښې بهرنۍ سرمایه كارۍ له وده وركول دي ۔ده ووئيل اوس به مونږ له په ځائې كچه وسائل كارولو سره د معیشت پرمختګ سره پاکستان خود کفیله كول وي،دغسې د کاروباری ورورولۍ د اړخه د هېواد معاشی پرمختګ لپاره تجاویز مهم دي،هره مياشت به د كاروباري ورورولۍ سره باقاعده پخپله ملاقات كوم او دوي به د هېواد معاشی پرمختګ لپاره د مشاورتی عمل برخه جوړوم،هيله لرم چې زمونږ راتلونكي ملاقاتونه به هم د نن ملاقات په شان معنی لرونكې او ګټور وي۔ وزیراعظم ووئيل د ټولو څانګو په اړه نجی کاروباری نمائندګانو او پوهانو سره به مشاورت کولې شي۔ د پرمختګ دا اوږد مزل به مونږ په محنت او شريكه مرسته ترسره كوو۔ ملاقات كوونكو د وزیراعظم په مشرۍ كښې د معاشی استحکام د حکومتی ډلي هڅي ستائېلو سره ووئيل د آئی ایم ایف سره د يو اوږد مشاورت نه پس د پاکستان معیشت ښه كولو له پروګرام ته حتمی شکل وركرے شو۔ ملاقات كوونكو د وزیراعظم سره خبرو كښې ووئيل بجټ عوام دوست او کاروبار كښې آسانيو پلو درست اقدام دے،حکومتی پالیسۍ کاروبار، سرمایه کارۍ او د صنعتی څانګي ضروریات سره همغږي لري۔ملاقات كوونكو د حکومت ټیکس نظام كښې اصلاحات او د ایف بی آر په بندر ځايونو د څيزونو کلیئرنس نظام كښې شفافیت هم وستائېلو۔ ملاقات كوونكو د وزیراعظم صنعتی پرمختګ لپاره پالیسی جوړولو كښې د نجی څانګي د تجاویز د شاملولو ډاډګيرنه هم وكړه۔په غونډه كښې حکومتی غړو وزیراعظم او ملاقات كوونكو له بریفنګ وركړو۔بریفنګ په مهال ووئيل شول بجټ كښې د موجودو وسائلو تر مخه عام وګړي ، کاروباری ورورولۍ او سرمایه كارو له آسانۍ وركړې شوي،پاکستان كښې د سرمایه كارۍ او صنعتونو ته د پراختيا وركولو استعداد شته،حکومتی ډله د نجی څانګي سره حکومتی پالیسیو كښې سهولت او رابطو لا زياتولو له چمتو ده۔ د بریفنګ په مهال ووئيل شول پاکستان د مشکل وخت څخه د پرمختګ پلو روان دے،حکومتی حجم کمولو لپاره د سرکاري ادارو په نجکارۍ په تندۍ سره كار روان دے،د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د انفارمیشن ټیکنالوجی جدید ایکوسسټم معارفي كړے كيږي۔ د بندر ځايونو پراختيا او ګوادر بندر ځاے په بشپړه ډول فعالولو لپاره نجی څانګي او په خاص توګه د برآمد کوونكو مشاورتی عمل تندولې شي،زراعت كښې جدید ټیکنالوجی، معیاري تخم ، مشینری او د جديد دور رائج نظام معارفي كولو كار تندۍ سره روان دے۔ ملاقات كښې د ټیکسټائل، زراعت، سیمنټ، انفارمېشن ټیکنالوجی پشمول د نجی څانګي نوموړو کاروباری شخصیات ګډون وكړو۔ وفاقی وزيران رانا تنویر حسین، محمد اورنګزیب، عطاء اللہ تارړ، سردار اوېس خان لغاری، علی پرویز ملك، شزہ فاطمه خواجه، حنیف عباسی، جنید انور چوهدري او د وزیراعظم د زراعت لپاره کوآرډینیټر احمد عمیر، د ایف بی آر چیئرمین او اړوند اعلیٰ چارواكي هم ملاقات كښې موجود وو۔