
اسلام آباد 08 جولائی (اے پي پي) د وزیراعظم پاکستان محمد شهباز شریف په سپارښتنه سږ كال د آزادۍ ورځ 2025 به په قامی جوش و ولوله، اتحاد او د نوي سوچ سره د ’’معرکه حق‘‘ په سرخط لمانځلې شي دغسې چې د اولس عزم، یووالې او روښانه سباؤن امید ته په بشپړه ډول پيرزوئنې وړاندې كړې شي۔ وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال په مشرۍ كښې د نهي په ورځ ابتدائی غونډه وشوه۔په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت،د كورنيو چارو وزارت ، د قامي ورثې او كلتور وزارت ، د تعلیم او پیشه وره تربیې وزارت ، د بین الصوبائی رابطه وزارت ، آئی اېس پی آر او نورو اړوندو ادارو اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو۔وفاقی وزیر احسن اقبال د غونډي مشرۍ كولو سره ووئيل سږ كال د آزادۍ ورځ به د ’’معرکه حق‘‘ په سرخط سره لمانځلې شي دغسې چې د قام ایمان، حوصله او قربانیو ته پيرزوئنې وړاندې كرې شي۔ده ووئيل دا دستوري به نړۍ ته دا پیغام وركوي چې پاکستان يو خود دار، قوي او لوظي قوم دے كوم به چې چري هم په خپله خپلواكۍ سمجھوته ونه كړي۔ده ووئيل دا جشن يواځي نه زمونږ د آزادۍ يادګار دے بلکه د قامي احیاء لمحه ده، داسې لمحه كومه چې زمونږ د قام مزاحمت، د ریاست استقامت او په نړيواله كچه د پاکستان ښه شناخت څرګندوي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ ووئيل په ټول هېواد كښې ملی نغمې، خصوصی پروګرامز او يو كوټلې دستاویزی فلم پشمول بېلي هلي ځلي به وړاندې كولې شي كومي به چې د هېواد کامیابۍ او په نړيواله كچه ډاډ ګېرنه په ډاګه كوي۔وفاقی وزیر ډاکټر خالد مقبول صدیقی ووئيل زمونږ د سکولونو او زدكوونكو د آزادۍ ورځ لپاره جوش و جذبه د كتلو وي۔ تقریرې مقابلې، مضمون نویسی، مصوري او نورې تخلیقی هلي ځلي به كولې شي۔په غونډه كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې دستورو كښې به عام وګړي، زدكوونكي ، فنکاران، کاروباری طبقه او بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانیان هم شاملولې شي دغسې چې ټول پاكستان يو غږ كښې خپله قيصه نړۍ ته وړاندې كړي۔په دې دستورو كښې به قامی نغمې، ډرامې، مشاعرې، دستاویزی فلمونه ، كلتوري میلې، عوامی اجتماعات، د سکولونو مقابلس او د سفارتی مشنز هلي ځلي شامل وي۔په غونډه كښې د دې عزم څرګندونه وشوه چې د آزادۍ ورځ 2025 به يواځي يوه یادګار ورځ نه وي بلكه دا به يو اعلان وي چې پاکستان يو ځل بيا اودريدلے دے او دا ځل په اوچت پرواز كوي ۔ حکومت هر پاکستانی ته اپیل کړے چې دې دستورو كښې بشپړه ګډون وكړي او نړۍ له د يو متحد او لوظي قام پیغام وركړي