
باکو 08 جولائی (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په مشرۍ كښې د آذربائیجان سرکاری دورہ کونكي د پاکستان پارلیماني پلاوي د نهي په ورځ د آذربائیجان پايه تخت باکو كښې د “آسان سروس” سینټر دورہ وكړه۔د قامي اسمبلۍ سیکرټریټ له مخې د دورې په مهال پلاوي له د “آسان سروس” د كار په تګلاره او د ادارې پراخه هلو ځلو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو كوم چې د آذربائیجان صدر په مشرۍ كښې جوړ اسټیټ ایجنسی فار پبلك سروس اینډ سوشل انوویشنز ترمخه كار كوي۔په دې موقع پلاوي دا خبره وستائېله چې د صدر الهام علییوف زېرك قیادت كښې پېل شوے “آسان سروس” اقدام وګړو له خدمات وركولو كښې جدید او عوام دوسته تګلاري ته وده وركړې شوې۔پلاوي ته ووئيل شول “آسان سروس” ماډل تر اوسه 20 څخه زياتو هېوادونو پشمول پاکستان، سره شیئر کړے شوے او بېلو نړيوالو ادارو دا د اولسي خدمات سپېځلے، مؤثر او جدید نظام منلے دے۔د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د “آسان سروس” تصور او د دې مؤثره نفاذ ستائېلو سره د ریاستی ایجنسۍ د اولسي خدمت څانګه كښې د اصلاحات او جدت د ودې قائدانه کردار وستائېلو۔په دې دوره كښې د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر مهیش کمار ملانی، عمیر خان نیازی، نذیر احمد بګھیو، محمد معین عامر پیرزادہ، صادق افتخار، چوهدری افتخار نذیر او محمد افضل کھوکھر هم شامل وو