د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال په مشرۍ كښې د اصلاحاتي عمل د جاج اخستلو غونډه

اسلام آباد 08 جولائی (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال په مشرۍ كښې د منصوبه بندۍ وزارت كښې د اصلاحاتي عمل د جاج اخستو غونډه وشوه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ سیکرټری اوېس منظور سمرا، چیف اکانومسټ، د پلاننګ کمېشن غړو او نورو اعلیٰ چاروكاو كډون وكړو۔وفاقی وزیر د قامي پرمختګ په عمل كښې رامخې ته شوي ضروریات او نړيوال رجحانات تر مخه د پالیسو په ترتیب كولو زور راوړو۔ده ووئيل نجی څانګه د پرمختګ عمل كښې شاملولو نه غير كومه هم پالیسی کامیابيدې نشي،مونږ له به د روایتی طریقو څخه ځانله جدید او كوټلي تګلاره اختیارول وي۔احسن اقبال د انسانی وسائلو مؤثره استعمال لپاره د ښه چاپيرچل وركړه لازمي ګرځولو سره واضحه كړه چې د اهداف سر كولو كښې به هيڅ ډول بے غوري ونه زغملې شي۔ده اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې ښه افرادي قوت جوړولو له كوټلې د تربیي پروګرامز پېل كړي۔وفاقی وزیر په ټولو ګډون كوونكو زور راوړو چې د قامی پرمختګ وژن له عملی شكل وركولو كښې خپل فعاله کردار ترسره كړي۔