
اسلام آباد 08 جولائی (اے پي پي)د وزيراعظم ليپ ټاپ سكيم فيز 4 له مخې د درېمې خاص كمېټۍ اعلٰی كچ غونډه د نهې په ورځ وشوه۔د غونډې شريكه مشري د تعليم او پېشه وره تربيت وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي او د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وكړه۔د اولسي چارو وفاقي وزير رانا مبشر اقبال او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ هم غونډه كښې ګډون وكړو۔په غونډه كښې په سيمه ايزه كچه د درخواستونو د وېش او د كوټه په تفصيل سره جاج واخستلے شو ۔دغسې دليپ ټاپ سكيم دستورو لپاره د يو خاص ميډيا كمپائن په پيل كولو هم غور وشو ۔د اطلاعات او خپرونو وزارت په مرسته به شريك ميډيا كمپائن پېل كولې شي۔د تعليم وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي ووئيل د ليپ ټاپ سكيم ميډيا كمپائن مشري به د اطلاعات وزارت كوي۔ده ووئيل د ليپ ټاپ سكيم مركزي پرانستې دستوره به د جولائي په 25مه نيټه جناح كنونشن سينټر كښې كېږي۔رانا مشهود احمد خان له مخې ليپ ټاپ سكيم نورې سيمه ايزې دستورې به وروستو كولې شي د كومو د نيټو اعلان به چې ډېر زر وكړے شي۔ډاكټر خالد مقبول صديقي ووئيل دا سكيم د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ځوانانو خپلواكه كولو وژن برخه دے۔ده ووئيل د ځوانانو تر ټېكنالوجۍ رسنه د قامي پرمختګ ضمانت دے۔رانا مشهود احمد خان په دې موقع ووئيل ځوانان خپلواكه جوړول د پاكستان مضبوط او روښانه سباؤن بنياد دے