سينيټر محمد اسحاق ډار سره پاكستان كښې د آسيان مشنز مشرانو د آسيان ريجنل فورم 32مې وزارتي غونډې څخه وړاندې ملاقات

اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيتر محمد اسحاق ډار سره په پاكستان كښې د ميانمار٬برونائي دارالسلام٬ويتنام٬تهائي لينډ٬فلپائن٬ملائېشيا او انډونزيا پشمول د آسيان مشنز مشرانو د روانې اونۍ په آخر كښې د آسيان ريجنل فورم 32مې وزارتي غونډه كښې د ګډون څخه وړاندې ملاقات كړے۔د خارجه دفتر وياند له مخې ده د آسيان او د غړو هېوادونو سره د پاكستان د شراكتدارۍ اهميت پخلے وكړو۔په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير د مضبوطې پاك-آسيان مرستې ذكر كولو سره تجارت٬سېلګرۍ٬رابطې٬آئي ټي او تعليم پشمول بېلو څانګو كښې د اړيكو په ضرورت زور راوړو